لښکرګاه (پژواک ١٦ غويى ٩١):د هلمند ولايت مسوولين وايي، چې په نوزاد ولسوالۍ کې د يوې ښځې په ګډون درېيو تنو له دې امله، چې د کرل شوو کوکنارو حاصل يې کم شوى دى، ځانونه وژلي دي.
د دغه ولايت د مطبوعاتي دفتر له خوا د غويي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خپرپاڼه کې ويل شوي، چې دغې پېښې په دې وروستيو كې د نوزاد ولسوالۍ په برنګ او ماما كاريز سيمو كې رامنځ ته شوې دي.
سرچينې زياته کړې، چې لومړۍ پېښه د برنګ كارېز په سيمه كې هغه مهال رامنځ ته شوې، چې يوه كروندګر په خپله زياته ځمكه كې كوكنار كرلي وو او د دغه کار لپاره يې له خلکو ډېر پورونه کړي وو.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، كله چې د كوكنارو د حاصل د ټولولو وخت را ورسېد نو د هغه په كوكنارو يو ډول ناروغي ولګېده او هېڅ حاصل يې ور نه کړ.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې له همدې امله ياد کروندګر ځان غرغره کړى دى.
د هلمند د ولايت مقام وايي چې تر دې پېښې وروسته د دې ولسوالۍ په ماما كاريز سيمه كې هم يوې كورنۍ چې په زياته ځمكه يې كوكناركرلي وو، تمه يې درلوده چې د ولور پيسې پرې خلاصې كړي.
خو سرچينه زياتوي، چې د دوى پر کروندې هم ناروغي ولګېده او ډېر کم حاصل يې ترلاسه کړ.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ډېرې مايوسۍ له امله د دې کورنۍ مور او زوى ځانونه زندۍ کړل.
سرچينې زياته کړې، په ځينو هغو سيمو کې چې هلته د كوكنارو د اړولو كمپاين ناشونى او يا هم نه ترسره كېده داسې ناروغي د کوکنارو پر فصلونو ګډه شوې چې مخكې تر دې چې د ټولولو وخت يې را ورسېږي په خپله وچ شول.
د هلمند ځايي چارواکي وايي، چې سږ کال د دغه ولايت په ٥٠زره هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي دي.
د دوى د معلوماتو له مخې، د دغه فصل د له منځه وړلو کمپاين يې پيل کړى او تر دې مهاله يې دوه زره هکتاره ځمکه پاکه کړې ده.
د يادونې ده، هلمند هغه ولايت دى، چې د هېواد تر بل هر ولايت څخه په کې کوکنار په زياته کچه په کې کرل کېږي او افغانستان په نړۍ کې تر ټولو ډېر نشه توکي توليدوي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د نړۍ شاوخوا ٨٥ سلنه نشه يي توکي په افغانستان کې توليديږي.










