کابل (پژواک ١٦ غويى ٩١): د ولسمشرۍ ماڼۍ د تګلارې جوړونې د برخې مشر صبغت الله سنجر نن مازيګر په يوه ترافيکي پېښه کې مړ شو.
د ولسمشرۍ د ويندوى د دفتر يوه غړي حامد علمي د غويي په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن مازيګر د کابل د نړيوال هوايي ډګر پر لاره رامنځ ته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د تګلارې جوړونې د برخې مشر صبغت الله سنجر، د هغه لور او موټر چلوونکى مړه شوي دي.
د کابل د ترافيکو مدير مل پاسوال اسد پژواک اژانس ته وويل، چې په ياده ترافيکي پېښه کې د صبغت الله سنجر په ګډون دوه تنه مړه او ٢ نور ټپيان شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې د ملي اردو يو رنجر موټر له خپل مسيره اوښتى او د سنجر له کرولا موټر سر جنګېدلى دى.
سنجر له دې مخکې د جمهوري خواهان ګوند مشري يې پر غاړه لرله.









