کابل (پژواک ١٨غويى٩١): ولسمشرحامد کرزي لارښوونه وکړه، چې د سرپل ولايت له سېلاب ځپلو کورنيوسره دې سم لاسي مرستې وشي .
تېره شپه د سرپل دسانچارک ولسوالۍ د ده مرده په کلي کې د زياتوسېلابونوله امله ٢٦ تنه ، چې په کې ماشومان، ښځې او نارينه شامل دي، مړه شوي او ٨٠ تنه نور لادرکه دي.
د ولسمشرۍ دويندوى له دفترڅخه پژواک ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي ،چې ولسمشر زيانمنو کورنيو سره د خواخوږي ښودلو ترڅنګ د بېړنیو پېښو پر وړاندې د مبارزې له کمېټې څخه غوښتي ، چې له زیانمنو کورنيو سره دې بېړنۍ مرستې وکړي.
همداراز حامد کرزي د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته لارښوونه کړې چې د مړو شویو کسانو په خښولو کې هم مرسته وکړي .
په خبرپاڼه راغلى،چې تېره شپه دسرپُل د سانچارک ولسوالۍ د ده مرده په کلي د سېلابونو د راوتلو له امله ۲۲ تنه او د کوهستاناتو په ولسوالۍ کې دری تنه مړه شوي دي.
دسرچينې د معلوماتو له مخې، د ياد ولايت سوزمه قلعه، کوهستاناتو او سانچارک ولسوالیو کې شاوخوا ۵۰۰ کورونه د سيلابونو له امله زیانمن شوي دي.










