منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۲۶ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

په سرپل کې تر سلو تنو ډېر د سېلاب قرباني شول

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۵ کتنې

سرپل ښار (پژواک ١٨ غويى ٩١): د سرپل ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، چې تر نن سهاره د تېرې شپې د سېلاب د قربانيانو ٢٦ مړي ترلاسه شوي او ٨٠ تنه نور لا هم نادرکه دي.

د سرپل ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې رييس سيد فيض الله سادات نن (د غويي ١٨مه) د دغه مطلب په څرګندولو سره پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه په سانچارک ولسوالۍ کې سېلاب راغى.

د هغه په وينا، دغه سېلاب د سانچارک سيند ته نږدې د دې ولسوالۍ په ده مرده کلي په هغه کور ورغلى، چې د واده مراسم په کې جوړ شوي وو.

د سر پل د ولايتي شورا مرستيال اسدالله خرم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه واده په مراسمو کې ټول ګډون کوونکي د سېلاب قرباني شوي او د ژغورنې ډله د سيمې د خلکو په مرسته د ٨٠ نادرکه کسانو په لټه کې دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغو کسانو کې ماشومان، ښځې او نارينه شامل دي.

د ده مرده کلي يوه اوسېدونکي، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک خبري اژانس ته وويل: “له تېرې ورځې سخت باران پيل شو او يو ناڅاپه يو زورور سېلاب راغى.”

هغه زياته کړه، چې سېلاب د واده د مراسمو کور په بشپړه توګه نړولى او ټول هغه کسان يې وړي دي، چې په واده کې يې ګډون کړى و.

نوموړي وويل، چې خلک د مسوولينو په مرسته د نادرکه کسانو په لټه کې دي.

په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.