منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۴۸ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: ښه

په تخار کې سيلابونو ٣٠ کسان مړه کړل

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۵ کتنې

تالقان ( پژواک ٢٢ غويى ٩١ ) : په تخار ولايت کې سيلابونو ٣٠ تنه مړه او لسګونه نور په کې نادرکه شوي دي.

د دې ولايت د والي وياند مصطفى رسولي د غويي په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا سيلابونه له سختو اورښتونو وروسته ، تېره شپه ددې ولايت داشکمش ولسوالۍ د شېراو او ماندره په کليو کې راغلي دي.

هغه زياته کړه ،چې دې سيلابونو د يادو کليو ٦٠ کورونه نړولي، چې له امله يې ګڼ شمېر اوسېدونکي هم اوبو وړي دي.

د نوموړي په وينا، تر اوسه امنيتي ځواکونو او دسيمې اوسېدونکو ٣٠ مړي راويستلي   او د نورو د را وېستلو هڅې روانې دي.

رسولي وايي چې ٢٠ تنه نادرکه دي او په مړو شويو او نادرکه شويو کې ښځې، ماشومان او لويان شامل دي.

د والي وياند وويل، چې سيمه ډېره لرې پرته ده او شونې نه ده ،چې د سړک له لارې دې څوک هلته ورسيږي، له کابل څخه چورلکې را غوښتل شوي، څو د ولايت له مرکز څخه پلاوى سيمې ته ولېږدوي .

تېره مياشت هم په دې ولايت کې د راغليو سيلابونو له امله ١٧ کسان مړه، ١٦ ټپيان شوي وو او دوه زره هکتاره کرنيزه ځمکه يې له منځته وړې وه.

د يادونې ده ، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې راغليو سيلابونو شاوخوا سل کسان مړه کړي، لسګونه تنه يې ټپيان کړي او سلګونه کورونه يې نړولي دي.

تېره اونۍ د سرپل ولايت د سنچارک په سيمه کې د واده د مراسمو ګډونوال  سيلاب يوړل ، چې له امله يې ٢٧ کسان مړه شوي وو.