منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۳۸ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

حامد کرزی: د تخار او بغلان له سېلاب ځپلو سره دې بیړنۍ مرستې وشي

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۴ کتنې

کابل (پژواک ٢٣ غويى ٩١): ولسمشر حامد کرزي په تخار او بغلان کې د وروستیو سېلابونو له امله پر اوښتو ځانې تلفاتو او مالې زیانونو د خواشينۍ څرګندولو ترڅنګ اړوندو چارواکو ته لارښوونه وکړه، چې زیانمنو شویو کورنیو ته بیړنۍ مرستې ورسوي.

د تخار د والي عبدالجبار تقوا د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت په اشکمش ولسوالۍ او یو شمېر مرکزي کلیو کې د پنجشنبې د ورځې د سېلابونو له امله ۲۳ تنه مړه او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

خو پرون د والي وياند پژواک ته ويلي و، چې سېلابونو ٣٠ تنه مړه کړي او ٢٠ نور بې ادرکه دي.

تقوا دغه راز زياته کړې، چې د مړو شويو کورنیو ته یې نغدي مرستې رسولي او سبا به نورې بیړنې مرستې هم زیانمنو شویو کسانو ته ورسوي.

همدارنګه د بغلان والي منشي عبدالمجید وایي، چې د دغه ولایت اړوند په نهرین او بورکې ولسوالیو کې د تېرې چهارشنبې د ورځې د سېلابونو له امله شاوخوا ۱۰۰ کورونه، یو شمېر دولتي ودانۍ، کانالونه او کرنیزې ځمکې زیانمنې شوې دي؛ خو له نېکه مرغه ځاني تلفات یې نه دې رامنځ ته کړي.

د هغه په وينا، سېلاب ځپلو سیمو ته یې د یو پلاوي په مشرۍ سفر کړی او زیانمنې شوې سیمې یې له نږدې څخه کتلې دي.

د ولسمشر د ويندوى له دفتر څخه د غويي په ٢٣مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې حامد کرزي، نن د تخار او بغلان والیانو ته د ټېلېفوني اړیکو په ترڅ کې لارښوونه وکړه، چې سېلاب ځپلو سیمو ته سفر وکړي او له زیانمنو شویو کورنیو سره لازمې بیړنې مرستې وکړي.

ولسمشر دغه راز د چارو ادارې، د سیمه يیزو ارګانونو خپلواکې ادارې، له طبیعي پېښو سره د مبارزې د بيړنۍ ملي کمېټې او د ملي دفاع وزارت چارواکو ته لارښوونه کړې ده، چې په ممکن لنډمهال کې سېلاب ځپلو سیمو ته بیړنۍ مرستې ورسوي او د زیانمنو شویو کورنیو ستونزو ته دې رسیده ګي وکړي.

حامد کرزي په تخار کې د سېلابونو د قربانیانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړي او ټپیانو ته يې د سملاسي روغتیا هیله کړې ده.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې راغلو سېلابونه د مالي زيانونو ترڅنګ لسګونه هېوادوال مړه او ټپيان کړي دي.