پلخمري (پژواک ٢٤ غويى ٩١): د پلخمري ښار له سرخ کوتل سيمې څخه د سېلابونو د راوتلو له کبله بې ځايه شوې دوه سوه کورنۍ، د دې ولايت سيمه ييز چارواکي په بې پروايۍ تورنوي.
ياد شمېر بې ځايه شوې کورنۍ وايي، که چېرته سيمه ييزو مسوولينو د پلخمري ښار په سرخ کوتل سيمه کې د دره اقساى د سېلابونو لار پاکه کړې واى، له دې ستونزې سره نه مخ کېدل.
بې ځايه شوي سلطان محمد چې له کورنۍ سره يې شپه پر سپين ميدان تېره کړې ده، وويل: ((درې کاله کېږي چې د اقساى درې د سېلابونو لار له شګو او ډبرو ډکه شوې ده، خو مسوولينو هغه پاکه نه کړه.))
نوموړي زياته کړه، چې د سيمې اوسېدونکو څو ځله دا ستونزه د مسوولينو غوږونو ته ورسوله؛ خو ستونزه اوس هم پر خپل ځاى ده.
سلطان محمد زياته کړه، چې يواځې خپله کورنۍ يې ژغورلې ده او نه پوهېږي چې سېلاب يې د کور څومره مالونه له منځه وړي دي.
دې کس د اندېښـنې په څرګندولو سره وويل، نه پوهېږي چې دا وضعيت به تر کله دوام ولري.
نوموړي همداراز زياته کړه، چې تراوسه هېڅ مرجع ورسره مرسته نه ده کړې.
د سرخ کوتل سيمې يوه قومي مشر جمعه خان هم سيمه ييز چارواکي په نه پاملرنې تورن کړل او پژواک ته يې وويل: ((له تېرو درېيو کلونو څخه مو له چارواکو څخه د سېلاب د يادې لارې د پاکولو غوښتنه کړې ده، خو چا دې ستونزې ته د حل لار نه ده موندلې.))
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د تېرې شپې سېلاب څه باندې ٧٠٠ جريبه کرنيزه ځمکه هم له منځه وړې او درې سوه نورې کورنۍ د سېلابونو له ګواښ سره مخ دي.
په ورته وخت کې د بغلان د ولايتي شورا غړي جهانګير جوان د خلکو د دې ستونزې د تاييد ترڅنګ وويل: ((د بغلان د ولايت مقام او د کليو پراختيا رياست، د سيلبر له پلوه د اقساى درې د اوسېدونکو غږ نه دى اورېدلى.))
خو د بغلان ولايت د کليو د پراختيا رياست مشر محمد شفيق علميار وويل: ((د دره اقسا د سيلبر د پاکولو په اړه هېڅ غوښتنليک موږ ته نه دى رارسېدلى.))
سلګونه کورنۍ د سېلابونو له امله، په داسې حال کې له خپلو کورونو څخه بې ځايه شوې دي، چې د روان کال له پيل څخه تراوسه په بغلان ولايت کې د سېلابونو له کبله دوه تنه مړه شوي، نږدې پنځه زره جريبه کرنيزه ځمکه له منځه تللې او شاوخوا ٥٠٠ کورونه هم زيانمن شوي دي.










