کابل (پژواک ٢٥ غويى ٩١): د افغانستان کرکټ بورډ د ټاکنيز کمېسيون له خوا د ځوانانو د کرکټ اسيايي سياليو لپاره د ١٩کلنو د ملي لوبډلې لپاره ١٨غوره لوبغاړي اعلان کړل.
د کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا د غبرګولي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې راتلونکې مياشت په ماليزيا کې د ١٩ کلنو لوبډلو اسيايي سيالۍ ترسره کېږي.
هغه زياته کړه، چې په دغو سياليو کې د ګډون په موخه د ١٩کلنو لوبغاړو د لوبډلې د ټاکلو په موخه له ټول هېواد څخه ٣٠ لوبغاړي غوره شوي دي.
وفا وايي چې دغو لوبغاړو ته په تېرو لسو ورځو کې د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې د هېواد د نړيوال روزونکي کبيرخان او ملي روزونکي دولت احمدزي له خوا روزنه ورکړل شوه او بيا د دوى ترمنځ سيالۍ په لاره واچول شوې.
د نوموړي په وينا، دغه سيالۍ او روزنيزه پروسه د ټاکنيز کمېسيون د غړو د رييس احمدزي او حاجي ولي امين له خوا هم څارل کېده.
د کرکټ بورډ وياند وويل، چې تر سياليو او روزنيزې پروسې وروسته له يادو ٣٠ لوبغاړو څخه ١٨يې غوره لوبغاړي وټاکل شول.
هغه وايي، چې راتلونکې اونۍ به دغو ١٨لوبغاړو ته يو ځل بيا روزنيز کمپ جوړېږي، چې له دوى څخه به ١٥غوره لوبغاړي د ملي لوبډلې لپاره وټاکل شي.
د ټاکنيز کمېسيون غړي رييس احمدزي پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ياد لوبغاړي په ډېر غور او فکر سره د هغوى وړتياوو ته په کتلو سره ټاکلي دي.
نوموړي زياته کړه، چې په هېواد کې د کرکټ استعدادونه زيات دي او د لوبډلو د ټاکلو پر مهال دوى له ستونزو سره مخ کېږي؛ ځکه چې هر لوبغاړى د دې وړتيا لري چې مخکې ولاړ شي.
د کرکټ بورډ وياند وويل، چې د ١٩کلنو لوبډلې لپاره لاندې لوبغاړي ټاکل شوي دي.
جاوېد احمدي (کپتان) شبير نوري (مرستيال کپتان) ناصر جمال، افسر خان ځاځى، نجيب الله ځدران، نورالحق ملکزى، محب الله پاک، سيداحمد شېرزاد، فريد ملک، افتاب عالم، يمين احمدزى، حشمت الله شاهدي، شرف الدين اشرف، نسيم خان بړېخ، شوکت زمان، عبدالرشيدخان او ضياء الحق.
د ١٩ کلنو لوبډلې په ١٨ لوبغاړو کې راغلى فريد ملک وايي، چې د ده لوى ارمان و، چې د هېواد په کومه ملي لوبډله کې ځاى پيدا او د خپل هېواد استازيتوب وکړي.
هغه پژواک ته وويل: ((له ډېرې خوښۍ خپل احساس نه شم کابو کولى، له څو کلونو راهيسې مې پرله پسې تمرينات کول او هيله مې درلوده، چې يوه ورځ به خداى پر ما مهربانه کېږي.))
نوموړي ژمنه وکړه، چې که په ملي لوبډلو کې ورته چانس ورکړل شو، نو خپل ټول توان به په دې کې خرڅ کړي، چې خپل هېواد ته وياړونه ورپه برخه کړي.










