ژبه

د دولت د دوو مخالفينو د وژلو ادعا وشوه

عبدالمعيدهاشمى

۲۶ غویی ۱۳۹۱ - ۱۲:۰۹

Views: ۵۴

جلال اباد-کلات (پژواک ٢٦ غويى ٩١): د ننګرهار او زابل ولايتونو په بېلابېلو امنيتي پېښو کې د ملي اردو يو افسر او دوه وسلوال وژل شوي دي.

افغان او ايساف سرچينې وايي، چې تېره شپه د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په عملياتو کې دوه وسلوال وژل شوي او درې نور نيول شوي دي.

د خوګياڼو ولسوال حاجي سيدالرحمن د غويي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه د دغې ولسوالۍ د وزيرو په سيمه کې افغان او ايتلاف ځواکونو د يو لړ ځمکنيو عملياتو په ترڅ کې د مولوي لعل محمد او ملا مټان په نومونو دوه مخالفين وژلي او درې نور يې له ځان سره ژوندي بيولي دي.

د وزيرو يوه قومي مشر ملک نواب پژواک ته وويل، چې نيول شوي او وژل شوي وسلوال طالبان وو.

نوموړي زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې دوه تنه نادرکه شوي هم دي.

د ملک نواب په وينا، عمليات د شپې دوه بجې پيل شول او د سهار په څلورو بجو پاى ته ورسېدل.

په ختيځو ولايتونو کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر پژواک ته وويل، چې دغه عمليات د افغان ځواکونو په مشرۍ او د دوى په ملګرتيا ترسره شوي دي.

مطبوعاتي دفتر ومنله، چې په عملياتو کې دوه تنه وژل شو او درې نور ونيول شول.

د دولت وسلوالو مخالفينو وژل شوي او نيول شوي ملکي خلک بللي دي.

بلخوا په زابل ولايت کې د سړک د غاړې د يو خښ شوي ماين په چاودنه کې د ملي اردو يو افسر وژل شوى دى.

د دغه ولايت د شاه جوى ولسوالۍ ولسوال محمدصديق پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پېښه تېره ورځ مازيګر رامنځ ته شوې ده.

د ده په خبره، چې د يادې ولسوالۍ د موسی په سيمه کې د ملي اردو عسکر پر ګزمه بوخت وو، چې تر يوه پول ګوټي لاندې ځای پر ځای شوی ماين يې وموند.

ولسوال وايي، د ملي اردو ياد افسر غوښتل چې ماين شنډ کړي، خو ورباندې وچاودېد او ووژل شو.

وسلوالو طالبانو د دې پېښې مسووليت پر غاړه اخيستی دى.