ميدان ښار (پژواک ٢٧ غويى ٩١): چارواکي وايي، چې د ميدان وردګو په سيداباد ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله پنځه تنه مړه او يو ټپي شوى دى.
د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد د غويي په ٢٧مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار شاوخوا لس نيمې بجې د سيداباد ولسوالۍ د شېرعلي بابا په سيمه کې د خصوصي امنيتي کمپنۍ د ساتونکو يوه پيکپ موټر له يوې سراچې سره ټکر کړى، چې له امله يې پنځه تنه ووژل شول او يو ټپي دى.
د هغه په وينا، دغه مرګ ژوبله يواځې د سراچې موټر سپرليو ته اوښتې، خو د پيکپ موټر په اړه معلومات نه لري.
نوموړي زياته کړه، چې له پېښې وروسته د خصوصي امنيتي کمپنۍ د ساتونکو موټر له سيمې تښتېدلى، خو پوليسو يې د پيدا کولو هڅې پيل کړې دي.
د سيداباد ولسوال ډاکټر فضل کريم مسلم پژواک اژانس ته وويل، چې ياد سراچه موټر له غزني څخه کابل ته په لاره و، چې د خصوصي امنيتي کمپنۍ له پيکپ ډوله موټر سره يې ټکر وکړ.
د ده په خبره، د پېښې مړي ولسوالۍ ته وړل شوي او ټپي د ميدان ښار ملکي روغتون ته لېږدول شوى دى.
دا په داسې حال کې ده، چې ډېرى وختونه په دغې لاره کې د ايساف د اکمالاتي کاروانونو د ګڼې ګوڼې او د دغو کاروانونو د ساتونکو له لوري د بې احتياطۍ او ګړندي تګ له امله دغه ډول پېښې رامنځته کېږي او زياته مرګ ژوبل ملکي خلکو په کې اوړي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن