کابل (پژواک ٢٩ غويى ٩١): له امريکا سره د افغانستان د ستراتيژيک سند لاسليک د افغانستان د ملي ګټو په زيان او د امريکا د دايمي شتون په معنى دى.
دا څرګندونې په افغانستان کې له بهرنيو پوځي اډو سره د مخالفت د ملي متحدې جبهې مشر انجنير احمدشاه احمدزي نن (د غويي ٢٩مه) په کابل د بهرنيو ځواکونو له دايمي پوځي اډو سره د مخالفت په اړه جوړه شوې غونډه کې وکړې.
دا غونډه چې د يادې جبهې له لوري جوړه شوې وه، د ولسې جرګې د يو شمېر پخوانيو غړو ترڅنګ په لسګونو کسانو په کې ګډون درلود.
احمدزي وويل، د حامد کرزي او اوباما ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو لاسليک شوى سند په افغانستان کې امريکايي ځواکونو ته د اوږدمهاله شتون لاره هواروي.
د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو سند د روانې مياشتې په ١٢مه په کابل کې لاسليک شو.
احمدزي وويل، په افغانستان کې له بهرنيو نظامي اډو سره د مخالفت ملي متحده جبهه د دغه تړون له لاسليک سره خپل څرګند مخالفت ښيي او زياته يې کړه، چې ياده جبهه د ولسي جرګې له يو شمېر غړو سره په تماس کې ده څو دغه سند تاييد نه کړي.
د غونډې په پاى کې د دې جبهې له لوري يوه اعلاميه هم خپره شوه، چې په کې په هېواد کې د بهرنيو پوځيانو له دايمې شتون سره په کې کلک مخالفت ښودل شوى دى.
په اعلاميه کې، چې د يادې جبهې وياند وحيد مژده ولوسته راغلي: “د بهرنيو ځواکونو د موجوديت دوام به په افغانانو کې د جګړې د انګېزې سبب شي او د جګړې دوام به په هېواد کې د پرديو هېوادونو په ځانګړې توګه د ګاونډيو د لاسوهنو د ځواکمنتيا په سيمه کې د ورانکارو کړنو د دوام باعث شي.))
په اعلاميه کې زياته شوې، چې د افغانستان لومړنۍ اړتيا او غوښتنه سوله ده، خو د دغه هوکړه پر اساس د مخالفينو پر وړاندې د سولې د خبرو لارې چارې په کلي ډول بندې شوې او د جګړو پر دوام ټينګار شوى دى.
په اعلاميه کې ټينګار شوى، چې په افغانستان کې سوله هغه وخت شونې ده، چې له هېواد څخه د امريکايي پوځونو د وتلو نېټه مشخصه کړى شي او له بېلابېلو متخاصمو ډلو سره د خبرو او مذاکرو لاره خلاصه شي.
په افغانستان کې له بهرنيو نظامي اډو سره د مخالفت ملي متحده جبهه په داسې حال کې د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو د سند پر اغېزو اندېښنه ښيې چې په همدې سند کې ټينګار شوى، چې امريکا د افغانستان ملي حاکميت ته د احترام او له دغه هېواد سره د مرستو ژمنه کوي او په افغانستان کې د دايمي پوځي تاسيساتو د جوړولو په لټه کې نه ده.
دغه راز په ياد سند کې راغلي دي، چې امريکا په افغانستان کې د داسې حضور هڅه کوي چې د افغانستان ګاونډيانو ته ګواښ ورپېښ کړي.










