ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تخار او سمنګانو کې سېلابونو درې تنه ووژل

په تخار او سمنګانو کې سېلابونو درې تنه ووژل

author avatar
19 May 2012 - 19:28
په تخار او سمنګانو کې سېلابونو درې تنه ووژل
author avatar
19 May 2012 - 19:28

تالقان-ايبک-پلخمری (پژواک ۳۰ غويى ۹۱): په تخار او سمنګانو ولايتونو کې سېلابونو درې تنه مړه کړي، سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه او د هستوګنې کورونه يې ويجاړ کړي او سلګونه څاروالي يې هم له منځه وړي دي.

د تخار د والي وياند مصطفى رسولي نن (د غويي دېرشمه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره اونۍ د کوکچه سيند شاوخوا په شپږو ولسواليو کې سېلابونه راوتلي دي.

د ده په وينا، د تېزې ګلۍ د ورېدو او سېلابونو د راتلو له امله دوه تنه مړه شوي، سلګونه جريبه باغونه او کرنيزې ځمکې يې ويجاړې کړې، د هستوګنې لسګونه کورونه يې زيانمن کړي او سلګونه څاروي هم له منځه تللي دي.

رسولي زياته کړه، چې د دغو سېلابونو له امله يوه تن په بهارک او يو بل په خواجه غار ولسوالۍ کې مړه شوي دي.

د يوه بل خبر له مخې، د سمنګانو د فيروز نخچير او د درۀ صوف بالا په دواړو ولسواليو کې هم سېلابونو يو تن وژلى او سلګونه جريبه ځمکه او د هستوګنې کورونه يې وران کړي دي.

د سمنګانو له طبعيي پېښو سره د مبارزې مدير رجب علي پژواک ته وويل، چې دغو سېلابونو تر نن سهار پورې دوام درلود.

د ده په وينا، د دغو سېلابونو په پايله کې د فيروز نخچير په ولسوالۍ کې يو ماشوم مړ شوى دى.

سرچينې د دې خبرې په څرګندولو سره، چې مرستندويه ټيمونه د زيانونو د کره څېړنې لپاره سيمې ته تللې، چې ٤٠٠ جريبه کرنيزې ځمکې، ٤٢ واړه او غټ سربندونه، ٢٠٠ متره استنادي دېوالونه او سل څاروي هم په دغو دوو ورځو کې تخريب شوي او له منځه تللي دي.

بلخوا د بغلان د نهرين ولسوالۍ اوسېدونکوسېلاب ځپلو ته د چارواکو پر نه پاملرنې د اعتراض په دود په مظاهرو لاس پورې کړى دى.

دغه اوسېدونکي وايي، چې سېلابونو په دې ولسوالۍ کې د خلکو کورونه وران کړي او زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه يې له منځه وړې او لسګونو تنو ته يې مرګ ژوبله اړولې، خو دولتي چارواکو تر اوسه په دې اړه هېڅ اقدام نه دى کړى.

د نهرين ولسوالۍ يوه اوسېدونکي عبدالبصير پژواک ته وويل: ((تېره اونۍ په يوه سېلاب کې، د سېلاب پر وړاندې لس جوړ شوي خنډونه خراب شول او چارواکو د هغو د جوړونې ژمنه وکړه، خو تر اوسه دغه کار نه دى عملي شوى او تېره شپه هم د همدغو خنډونو له سيمې څخه يو ځل بيا سېل راغى.))

د ده په وينا، د نهرين په ولسوالۍ کې څو د سکرو د ډبرو کانونه شته او په کال کې زر ټنه د ډبرو سکاره له دغو کانونو څخه استخراجېږي، خو د دې ولسوالۍ په بيارغونه کې هېڅ پاملرنه نه ده شوې.

د نهرين ولسوال محمدګل شرافت پژواک ته وويل، چې تېره اونۍ په دې ولسوالۍ کې سېلاب استنادي دېوالونه نړولي وو، چې د هغو د بيارغونې لپاره هم سل زره افغانۍ د ولايت د مقام له خوا مصرف شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په نهرين ولسوالۍ کې وروستيو سېلابونو د نجونو يوه لېسه په بشپړ ډول نړولې او څو نور ښوونځي يې تر زيانمن کړي او همدارنګه د ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ ودانۍ يې هم د نړېدو له ګواښ سره مخ کړې ده.

 

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.