جلال اباد(پژواک،٤غبرګولى٩١):د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ په سراچې پله سيمه کې د لارۍ موټر د چپه کېدو له امله د دوو ښځو په ګډون شپږ تنه مړه شول.
د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالله حازم ستانکزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن د غبرګولي په ٤مه ترغرمې وروسته شاوخوا دوه بجې رامنځته شوه.
هغه زياته کړه، يو لارۍ موټر ، چې له تورخم څخه جلال اباد ښار ته روان و ، د چپه کيدو له امله يې دوه نور موټر له ځانه سره لاندې کړل.
امنيه قوماندان وايي، چې په دغه پېښه کې شپږ تنه مړه شوي او دوه تنه نور ټپيان دي.
د عامې روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېرزاد پژواک ته وويل، چې له دغې پېښې څخه يې ورته پنځه مړي او دوه ټپيان راوړي ،چې په مړو کې دوه مېرمنې دي.
نوموړي د ټپيانو روغتيايي حالت ښه وښوده.
د يادونې ده،چې سراچه د تورخم -جلال اباد پر لويه لار پرته هغه سيمه ده، چې ډيرى وختونه ترې د ترافيکي پېښو خبرونه ترلاسه کيږي.









