کابل (پژواک ٨ غبرګولى ٩١): د افغانستان د څلورو زونونو د معلولينو لوبډلو ترمنځ د لومړي ځل لپاره د کرکټ سيالۍ په کابل کې پيل شوې.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا د غبرګولي په ٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې شل اوريزو سياليو کې د بند امير، مس عينک، سپين غر او امو زونونو د معلولينو د کرکټ لوبډلو برخه اخيستې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ اجرايوي رييس ډاکټر حميد شينواري نن د غبرګولي په ٨مه، د کابل په نړيوال لوبغالي کې د دې سياليو د پيل پر مهال پژواک اژانس ته وويل، چې له دې سياليو څخه موخه د معلولينو ملي لوبډله جوړول دي.
هغه زياته کړه، چې د دې سياليو په پاى کې به دوى له بېلا بېلو لوبډلو څخه وړ او پياوړي لوبغاړي په نښه کړي او ملي لوبډله به ترې جوړه کړي.
ډاکټر شينواري وويل، چې دوى د پاکستان د معلولينو له فدراسيون سره په اړيکه کې دي، ترڅو د دواړو هېوادونو د معلولينو لوبډلو ترمنځ دوستانه سيالۍ په لاره واچوي.
نوموړي زياته کړه: ((د افغانستان کرکټ بورډ هڅه کوي چې د ورته سياليو په لاره اچولو سره، معلولينو ته ډاډ ورکړي چې دوى د ټولنې د نورو وګړو په څېر د زده کړو ترڅنګ د لوبو کولو حق هم لري.))
د کرکټ بورډ اجرايوي رييس، معلولو لوبغاړو ته وويل چې په افغانستان کې د کرکټ لوبغالي او اکاډمۍ د دوى په خدمت کې دي او دوى کولى شي هر وخت چې وغواړي، له دې څخه ګټه پورته کړي.
نوموړي زياته کړه، چې ډېر ژر به د ملي لوبډلو ترڅنګ د معلولينو د نولس کلنو لوبـډله هم جوړه کړي.
په يوه پښه فلج د ختيځ سپين غر زون لوبډلې يوه معلول لوبغاړى خوشحال حمزه خېل پژواک اژانس ته وويل، چې په دې سياليو کې ګډون سره دوى نورو خلکو ته ښودل غواړي، چې دوى هم له چا څخه کم نه دي.
هغه زياته کړه چې له تېرو پنځو کلونو راهيسې يې کرکټ لوبه کوله، خو دا يې لومړى ځل دى چې په رسمي توګه دا لوبه ترسره کوي.
د هنر مجيد په نوم يو بل لوبغاړى چې په کيڼ لاس معيوب دى، وايي چې له تېرو دوو کلونو راهيسې د ننګرهار په لوبډله کې لوبه کوي.
هغه د افغانستان له کرکټ بورډ څخه مننه وکړه، چې دوى ته يې په لوړه کچه د کرکټ لوبې برابرې کړي.









