کابل (پژواک ٩ غبرګولى ٩١): د افغانستان د ځوانانو کرکټ لوبډلې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د جيم خانې ځايي لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره نيمه پاى لوبې ته لاره پيدا کړه.
د افغانستان د کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا د غبرګولي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا لوبه پرون ماښام په کراچۍ ښار کې ترسره شوه.
هغه زياته کړه، چې د افغان ځوانانو لوبډلې د پاکستان د لاهور له جيم خانې لوبډلې سره دا لوبه ترسره کړه، چې د افغان ځوانانو په بريا پاى ته ورسېده.
د وفا په وينا، افغان ځوانانو لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړۍ يې په خپله د لوبې کولو پرېکړه و کړه.
نوموړى وايي، چې افغان ځوانانو په ټاکل شوو شلو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۷ منډې جوړې کړې او خپلې سيالې لوبډلې ته يې د ۱۳۸ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري شهزاد محمدي ۵۱ منډې، عمران جنت ۲۳، اصغر ستانکزي ۱۲، افسرخان ۱۲ منډې، ګلبدين نايب ۱۲، سميع الله شينواری ۱۷، امير منګل ۲ او عبدالقادر يوه منډه جوړه کړه.
د کرکټ بورډ وياند وويل، چې د لاهور نېشنل جيم خانې لوبډلې د افغاني توپ اچوونکو مقابله ونه شو کړاى او ټوله لوبډله يې په شلم اوور کې په ١٠٤ منډو وسوځېده، دغه راز افغان ځوانانو دا لوبه د ٣٣ منډو په توپير سره وګټله.
وفا زياتوي، چې د افغان ځوانانو له لوري عبدالقادر څلور، سميع الله شينواري او عبدالله مزاري دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
د دې لوبې په ګټلو سره افغان ځوانانو د دغو سياليو نيمه پاى لوبې ته لاره پيدا کړه.










