منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۴۳ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

په سمنګانو کې سېلابونو دوه ماشومانو مړه کړل

· ۱ دقیقه لوستل · ۷۴ کتنې

ايبک( پژواک ١٠غبرګولى٩١): د سمنګانو د خرم سارباغ په ولسوالۍ د سېلابو د راوتو له امله دوه ماشومان مړه شول او په لسګونو کورونه ونړېدل.

د سمنګانو ولايت د خرم ولسوال حفيظ الله د غبرګولي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن شاوخوا د مازيګر پنځه بجې د دغه ولسوالۍ د ده اصل په سيمه کې د سېلابونو له امله دوه ماشومان مړه او د پنځوسو په شاوخوا کې کورونه ويجاړ شوي دي.

نوموړي زياته کړه ، چې د يوه ماشوم مړى موندل شوى او په بل پسې د سيمې د خلکو لخوا پلټنې روانې دې.

د هغه په وينا، په دغو پېښو کې په لسګونو څاروي هم مړه شوي دي، خو کره معلومات يې نه درلودل.

د سيمې يو اوسېدونکي صفي الله پژواک اژانس ته وويل ، چې په يادو سېلابونو  کې مړه شوي ماشومان يو ١١ کلن او بل ١٣ کلن و.

د هغه په وينا، سېلابونه اوس هم دوام لري او خلکو ته يې مالي زيانونه هم ډېر رسولي دي، خو په اړه يې کره معلومات نه درلودل.

د يادونې وړ ده، چې څه وخت مخکې هم په همدغه سيمه کې د سېلابونو له امله پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.