منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۲۸ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د حج لپاره د نوم ليکنې پر مهال د بې نظمۍ له امله ١٥ تنه ژوبل شول

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۴ کتنې

کابل (پژواک ١٣ غبرګولى ٩١): د کابل په عيدګاه جومات کې د حج لپاره د نوم ليکنې په پروسه کې نن تر لسو ډېر کسان تر پښو لاندې شول.

د کابل ښار يو اوسېدونکى محمدموسى، چې د شپې درې بجې د عيدګاه جومات ته راغلى او غواړي بيت الله شريف ته د تلو لپاره خپل نوم وليکي، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د نوم ليکنې پر مهال په بې نظمۍ کې ١٥ تنه تر پښو لاندې شول.

محمدموسى چې نن تر غرمې وړاندې نهه بجې يې له پژواک سره خبرې کولې، د نوم ليکلو پر دې پروسه باندې نيوکه کوله او زياته يې کړه: ((حاجيان بايد د تېر په شان د قرعه کشۍ له لارې انتخاب شي.))

هغه وايي، چې سلګونه تنو د نوم ليکلنې لپاره په دغه جومات کې شپه تېره کړه، د شپې په ترڅ کې يې خپل نومونه په لېست کې وليکل، خو دغه لېست نن سهار د بې نظميو په پايله کې له منځه ولاړ.

نوموړى وايي، چې له لسو تر ١٥ زره تنه د کابل له ١٤ ولسواليو او ١٧ ناحيو څخه د نوم ليکلنې لپاره عيدګاه جومات ته راغلي وو.

د عيدګاه په جومات کې د نوم ليکنې له ځاى څخه د پژواک خبريال رپوټ راکوي، چې لا اوس هم د هغو کسانو چې د بې نظميو له امله تر پښولاندې شوي وو، او په ټپي حالت روغتونونو ته لېږدول شوي، څو جوړې بوټونه، خولۍ او دسمالونه د دغه جومات په انګړ کې پراته دي.

خو امنيتي چارواکي د دغې بې نظمۍ لامل د نوم ليکلنې لپاره پر يوه وخت د ډېرو کسانو شتون ګڼي.

د ١٠١ اسمايي زون د امنيتي چارو مرستيال مل پاسوال محمد داوود وويل: ((ډېر خلک د ثبت نام لپاره رابلل شوي دي، خو د عيد ګاه جومات د دې شمېر کسانو لپاره ځاى نه لري.))

د امنيتي چارو مرستيال ومنله چې له پنځ تر لسو تنو سپين ږيري د بې نظميو له امله تر پښو لاندې شوي او د عيد ګاه جومات يوه دخولي دروازه هم ماته شوې ده.

د حج او اوقافو وزير ډاکتر محمديوسف نيازي، د عيد ګاه په جومات کې پژواک خبري آژانس ته وويل، چې د بيت الله شريف د زيارت کوونکو د ټاکنو پروسه يې د شفافيت او روڼوالي د راوستو په موخه بدله کړې ده.

نيازى وايي، چې په تېره پروسه کې د حاجيانو ټاکل کېدل د قرعه کشۍ له لارې ترسره کېدل، فساد په کې و او ډېر کسان د کلونو کلونو لپاره بيت الله شريف ته له تللو څخه بې برخې پاتې کېدل.

د ده په وينا، د وزارت د نوې کړنلارې له مخې، راتلونکى کال هغه کسانو ته د لومړي توب حق ورکول کېږي چې سږ کال يې نوم ليکلى خو د حاجيانود سهميې د کموالي او د امکاناتو د نه شتون له امله بيت الله شريف ته له تلو څخه پاتې کېږي.

خو نوموړي له دې بې نظمۍ څخه د مخنيوي په اړه څه ونه ويل.

له بل پلوه د ميدان وردګو په ولايت کې هم هغه کسان چې د بيت الله شريف د حج لپاره د نوم ليکلو په موخه د دغه ولايت مرکز ته راغلي وو، د نوم ليکلو لپاره د يوه مناسب ځاى د نه شتون شکايت لري.

هغوى وايي، چې تېره شپه يې په هوټلونو کې او ځينو نورو يې په خپلو موټرو کې تېره کړې ده.

ټاکل شوې، چې سږ کال ٣٠ زره افغانان د بيت الله د زيارت او د حج د فريضې د ادا په موخه مکې مکرمې ته ولېږدول شي.