منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۴ غ.م
۱۲°صاف · ↑۱۴° ↓۰°د هوا کیفیت: منځنی

په ميدانښار کې دنهو ورزشي څانګو ترمنځ پنځه ورځنۍ سيالۍ پيل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۳ کتنې

کابل (پژواک ١٥غبرګولى ٩١) : د ميدان وردګو ولايت په مرکزکې دنهو بېلابېلو ورزشي څانګو د لوبډلو ترمنځ د لومړي ځل لپاره پنځه ورځنۍ سيالۍ پيل شوې.

د ميدان وردګو د والي وياند شاهد الله شاهد پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغو لوبو کې د میدان وردګو ولایت سربېره د غزني ، لوګر،بامیان ، پروان، کابل او پکتیکا لوبډلې  برخه لري .

د نوموړي په خبره ،  چې په دغو نهو ورزشي ځانګو کې د تکواندو ، کاراټې ، بوکس، پهلواني ، والیبال، دبدن ښکلاء،وشوو ، فوټبال او  دکیک بو کسینګ لوبدلې شاملې دي .

د هغه د معلوماتو له مخې ، دغه لوبې چې  نن د (غبرګولي په ١٥مه) د ياد ولايت په مرکز (ميدان ښار) کې پيل شوې مالي لګښت يې د ولایت  د والي لخوا ورکول کیږي.

ددغو لوبو د پيل  په مراسمو کې د ميدان وردګو والي محمد حلیم فدایي وویل  چې له بده مرغه په تېرو(۳۵) کلونوکې په هېوادکې ځوانانو د جنګ په ډګر کې یو له بل سره  سیالۍ کړې دي چې له امله یې نه یواځې داچې ځوان کدرونه يې له لاسه ورکړې ، بلکې  افغانستان  دنړۍ له سیالیو هېوادونو څخه هم  په لرې واټن کې پاتې شو.

ده زياته کړه : ((  اوس له نیکه مرغه زموږ ځوانان یو له بل سره  دلوبو په برخه کې سالم رقابتونه لري ، چې له امله یې د ځوانانو فکرونه پياوړي کیږي او  دټولنې دپرمختګ سبب ګرځي، چې ښه بیلګه یې دنړۍ په لوبو کې  دافغانانو سترې بریاوی دي، که څه هم دومره امکانات ، چې نړیوال یې لري  موږ یې نلرو ، خو هغه څه چې موږ لرو هغه پياوړې اراده  او ژمنتوب دی.))

 فدایی وویل چې   په راتلونکي کې به په دې ولایت کې د ۳۴ولایتونو ترمنځ  په بېلابېلو برخو کې سیالۍ جوړوي.

ده ژمنه  وکړه ، چې له ټولو لوبو څخه به په دې ولایت کې  د ورزشونو ګډه ټولنه جوړوي ، ترڅو دلوبو په ټولو برخو کې شته ستونزو ته د حل  په ګډه لارې چارې ولټوي.  

دميدان وردګو د ورزش امر عین الله  حقبین په دې برخه کې د  والي هڅې وستایلې  .

د نوموړي په وینا،  دا لومړی ځل دى چې په دې ولایت کې  دزون په کچه په نهو برخو کې داسې لوبې په لاره اچول کیږي.

ده زياته کړه :(( له دغو لوبو څخه زموږ موخه  له چانه  د لوبو ګټل نه ، بلکې د هیواد د ځوانانو ترمنځ د اړیکو ټینګول  او دسیمې اوسېدونکو ته دسولې پيغام ورکول دي .

د حقبين په خبره ، چې  په دغو پنځه ورځنیو سیالیو کې به  ۳۰۰ کسان برخه ولري .