کابل (پژواک ١٦ غبرګولى ٩١): د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د کرکټ د اسيايي شورا د بشپړ غړيتوب ترلاسه کولو په موخه يې ټول شرايط پوره کړي او د دغې شورا په راتلونکې غونډه کې به د بشپړ غړيتوب غوښتنه وکړي.
دغه څرګندونې د افغانستان کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر حامد شينواري د غبرګولي په ١٦مه په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې.
هغه زياته کړه، چې افغانستان اوس د کرکټ د نړيوالې شورا (آى. سي. سي) د درېيمې درجې (ايفيلييټ) غړيتوب لري او په نړيواله کچه د دويمې درجې (ايسو سي اېټ) او په اسيايي کچه د لومړۍ درجې غړيتوب لپاره يې ټاکل شوي معيارونه او شرايط پوره کړي دي.
ډاکټر حامد وايي، چې په دغو معيارونو او شرايطو کې د شپږو لوبغالو جوړېدل، پياوړى اداري سيسټم درلودل او په اړوند هېواد کې د پياوړي کورني کرکټ د جوړښت ترڅنګ د ١٦ سيمه ييزو لوبډلو جوړول دي.
د نوموړي په وينا، افغانستان دوه په نړيوال معيار برابر لوبغالي او ګڼ شمېر نور لوبغالي جوړ کړي او پر يو شمېر نورو يې کار روان دى.
د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس دغه راز وويل، چې دوى اوس يو پياوړى اداري سيسټم، د کورني کرکټ جوړښت او په هېواد کې ٣٢ لوبډلې جوړې کړې دي.
هغه زياته کړه: ((افغانستان دا ټول شرايط دوه کال مخکې بشپړ کړي او د يادو درجو ترلاسه کولو په موخه يې عريضه هم ورکړې وه، خو د کرکټ بورډ د پخوانيو چارواکو د ناغېړيو او په چارو کې يې د ټکني والي له امله دغه کار تر اوسه نه دى شوى.))
ډاکټر حامد وويل، چې روانه مياشت په ماليزيا کې به د کرکټ د اسيايي شورا د کاليزې په عمومي غونډه کې افغانستان يو ځل بيا خپله دغه غوښتنه وکړي.
نوموړى وايي: ((دا زموږ حق دى، د کرکټ اسيايي او نړيواله شورا بايد زموږ دغه حق راکړي.))
هغه زياتوي، چې د اسيايي شورا د بشپړ غړيتوب په ترلاسه کولو سره افغانستان ته د زياتو نړيوالو لوبو چانس ورکول کېږي، د اسيايي او نړيوالې شورا د کرکت د پرمختګ په برخه کې زيات فنډ ورکول کېږي او افغانستان ته په دې شورا کې د رايو حق هم ورکول کېږي.










