قلعه نو (پژواک ١٧غبرګولى ٩١): د بادغيس په مرکز قلعۀ نو ښار کې د د تېلو د يوه بېلر چاودنې له امله درې تنه ووژل شول.
د بادغيس د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال غلام نبي پژواک خبري اژانس ته ته وويل، چې دغه چاودنه نن مازيګر (د غبرګولي په ١٧مه) د قلعۀ نو ښار اړوند په لومړۍ ناحيه د فلزکارۍ په يوه دوکان کې رامنځته شوه.
نوموړي زياته کړه، چې په دې پېښه کې درې تنه وژل شوي چې دوه يې ماشومان دي.
د هغه په وينا، چاودنه د کارکوونکو د بي احتياطې له امله رامنځته شوې ده.
د پېښې يوه عيني شاهد سيد محمد پژواک ته وويل: ((دغو کسانو په دوکان کې د تېلو يو بېلر ويلډينګاوه، ما ورته وويل چې احتياط کوئ دغه بېلر د تېلو دى، داسې نه چې وچوي، خو هغوى زما خبرې ته غوږ ونه نيو.))
نوموړي وايي، کله چې هغوى د بېلر په ويلډينګ کولو پيل وکړ، ناڅاپه چاودنه رامنځته شوه.
د سيدمحمد په خبره په دغې چاودنه کې د دوکان درې واړه کارکوونکي ځاى پر ځاى وژل شوي دي.










