منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۱۸ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

سفما له ځينو رسنيو سره د اطلاعاتو او کلتور وزارت وروستى چلند وغانده

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۰ کتنې

کابل ښار (پژواک ١٧ غبرګولى ٩١): د سوېلي اسيا د ازادو رسنيو ټولنه (سفما) د اطلاعاتو کولتور وزارت له خوا له رسنيو سره وروستى ناوړه چلند غندلى او دا يې د رسنيو او د بيان له ازادۍ خلاف کار بللى دى.

په کابل کې د يادې ټولنې له خوا د غبرګولي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان د اطلاعاتو او کولتور وزارت په چوکاټ کې د رسنيو د سرغړونې د څار کمېسيون، يو شمېر رسنۍ د قانوني پړاوونو له وهلو پرته لويې څارنوالۍ ته ور پېژندلې دي.

د سرچينې په وينا، د دغه کمېسيون په سر کې د اطلاعاتو او کلتور وزير دى او هغه د شخصي خصومت له امله دغه کار کړى دى.

خبرپاڼه کاږي، چې دا له رسنيو سره له عقدې ډک چلند دى او دوى يې په کلکه غندي.

د سفما د خبرپاڼې په وينا، په يادو رسنيو کې د پژواک خبري اژانس، سرنوشت او د ملي باور ورځپاڼې شاملې دي، چې لويې څانوالۍ ته د ياد وزارت له خوا ورپېژندل شوې دي.

د سرچينې په خبره، د کوم خبر له مخې چې دغه رسنۍ لويې څارنوالۍ ته ور پېژندل شوې، په هغه خبر کې د ژورنالېزم ارونه په پام کې نيول شوي او هېڅ قانوني ستونزه په کې نشته.

په خبرپاڼه کې راغلي: ((د سفما مشرتابه د اطلاعاتو او کولتور وزارت دغه چلند له هغو ناقانونه قدرتونو او قوتونو سره ملګرتيا ګڼي، چې ژورنالېستان وژني، رسنۍ ګواښي او د بيان ازادۍ ته پرون خنډ وو، نن ګواښ دى او سبا يې دښمنان دي.))

سفما دغه راز د حکومتي رسنيو له خوا خپره شوې د رسنيو د قانون مسوده هم د بيان له ازادۍ سره جفا بولي او وايي، چې د دغې مسودې له مخې د بيان ازادۍ ته د حبس زمينې برابرې شوې دي.

 د يادونې ده، چې يادو رسنيو څو ورځې مخکې د يوې معتبرې حکومتي سرچينې په حواله داسې خبر خپور کړى و، چې ايران د ولسي جرګې ځينو وکيلانو ته پيسې ورکړې، چې له امريکا سره د ستراتيژيکو اړيکو سند تصويب نه کړي.