منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۲۳ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

په يوه موټر کې څلور تنه وسوځېدل

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۰ کتنې

زرنج ( پژواک ١٧غبرګولى ٩١): په نيمروز ولايت کې د يوې ترافيکې پېښې په ترڅ کې د درېيو ښځو په ګډون څلور تنه مړه شول.

دغه پېښه تېر مازيګر د فراه ولايت د ګلستان ولسوالۍ او د نيمروز ولايت د دلارام ولسوالۍ ترمنځ سيمه کې د ٣٠٣ مسافروړونکي موټر او کرولا موټر د ټکر له امله رامنځته شوه.

د دلارام ولسوال خدايداد پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې کرولا موټر له فراه ولايت نه د نيمروز پر لور روان وو او له يوه ٣٠٣ موټر سره ، چې مسافر په کې نه وو، وجنګېد.

دى وايي، چې په دې پېښه کې د درېيو ښځو په ګډون ديوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، ددې ټولو کسانو مړي سوځېدلي او فراه ښارته لېږدول شوي دي.

سرچينې د پېښې لامل ددواړو موټرو بې حده ګړندى تګ وباله او زياته يې کړه ، چې د ٣٠٣ موټر چلوونکى د پوليسو لخوا نيول شوى دى.

په دې پېښه کې د يوه مړه شوي تن لمسي احمد وويل : ” کله چې دواړه موټر په زيات سرعت يو له بله سره وجنګېدل، کرولا تر ٣٠٣ موټر لاندې شو او کرولا موټر تر دې مخکې کش کړل شو، چې کرولا موټر اور واخيست او په هغه کې ټول سپاره څلور کسان وسوځېدل. “

مسافر وايي ، چې د ناټو ځواکونو د اکمالاتي کاروانونو د سوځولو او سړک غاړې ماينونو د چاودنو له امله د سړکونو خرابوالى د داسې پېښو د رامنځته کېدو لامل کېږي.