منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۲۳ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د مري ترافيکې پېښه کې يوافغان زده کوونکى مړ او ١٥نور ټپيان شول

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۹ کتنې

اسلام اباد (پژواک ١٩ غبرګولى ٩١): د پاکستان په خيبر پښتونخوا ايالت کې د يوې ترافيکې پېښې له امله يو افغان زده کوونکى مړ شوى او ١٥ نور ټپيان دي.

 دغه ١٦ افغان زده کونکي تېره ورځ د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت د مري سيمې ته د سيل په موخه تللي وو، چې بېرته د پېښور پر لور د راتګ پر مهال يې بس موټر له يوغره څخه لوېدلى او ياده مرګ ژوبله په کې رامنځ ته شوه.

 په پېښور ښار کې د افغانانو لپاره د صديق اکبر په نوم د عالي لېسې يوه استازي انجينر منان پژواک اژانس ته وويل،چې دغه زده کوونکي د اتم، نهم، لسم او دولسم ټولګيو زده کونکي وو او په خپلسر مري ته د سيل لپاره تللي وو.

 د هغه په وينا، دوى د لېسې له مسوولينو څخه د تګ اجازه نه وه اخېستي او نه ورسره د ښوونځى کوم استازى تللى و.

 نوموړي زياته کړه، چې د زده کونکو بس موټر له مري څخه بېرته د راتګ په حال کې و، چې له غره څخه شاوخوا ٢٠٠ فوټه لاندې ژورې کندې ته پرېوت.

 منان وويل، چې په بس موټر کې مخکې ناست يو زده کوونکى ځاى پر ځاى مړ شوى او نور شاوخوا ١٥ کسان ټپيان دي.

 نوموړي زياته کړه: ((په ټپي کسانو کې د دوو تنو حالت ډېر خراب دى او دواړه وروڼه دي، خو نور له درملنې ورسته خپلو کورونو ته تللي دي.))

  د ده په خبره، زياتره زده کونکي د صديق اکبر د عالي لېسې څخه وو، چې ځينې په کې د نورو لېسو هم وو او پخپلسر يې د مري د سيل پروګرام جوړ کړى و.

 انجينر منان وويل،چې د ده د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د بس موټر د برېک د خرابېدو له امله رامنځ ته شوې ده.

 د پېښور ښار يوه اوسېدونکي فضل قادر انډيوال پژواک اژانس ته وويل، چې د پېښې د ټپيانو لومړنۍ درملنې د مري په کمپلکس روغتون کې شوې او وروسته پېښور ته راوړل شوي دي.

 په دې اړه پژواک هڅه وکړه، چې په پـېښور کې له افغان قونسلګرۍ څخه معلومات ترلاسه کړي، خو هغوى په دې اړه ناخبري وښوده.