کابل ( پژواک ٢٠ غبرګولى ٩١ ): د کرکټ د لومړۍ درجې سياليو په لړ کې، چې نن پيل شوې، د کابل لوبډلې خپل سيال لوګر ته ماتې ورکړه.
ددولسو ولايتونو د لوبډلو ترمنځ دغه سيالۍ نن د غبرګولي په ٢٠مه، په کابل او ننګرهار ولايتونو کې په يوه وخت پيل شوې.
په کابل کې، چې د لوګر او کابل ترمنځ لوبه ترسره شوه، پچه يې دلوګر لوبډلې وګټله او لومړى يې پخپله دلوبې ترسره کولو پرېکړه وکړه.
د کرکټ بورډ د رسنيو يو تن غړي فريد هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې دلوګر لوبډلې په ټاکل شويو ٥٠ اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ٢٧٥ منډې جوړې کړې او سيالۍ ډلې ته يې د٢٧٦ منډو هدف وټاکه.
د هغه په وينا، د لوګر له لوري حبيب الله ١٠٢ او جاوېد خان ٥٥ منډې جوړې کړې او د کابل له لوري عبدالقادر د لوګر څلور لوبغاړي وسوځول.
فريد وايي ، چې د کابل لوبډلې په لومړي سر کې خپل لوبغاړي ژر ژر له لاسه ورکړل او داسې ښکارېده ، چې دا لوبه به د لوګر لوبډله ګټي، خو د کابل پياوړي لوبغاړي عبيد تره خېل په وروستيو کې ډېره ښه لوبه وکړه .
نوموړى وايي ، چې د تره خېل د ٦٤ ميرويس ٣٧ او وهاب د ٣٦ منډو له امله د کابل لوبډلې وکولى شول، چې ياد هدف ترلاسه او د لوګر لوبډلې ته ماتې ورکړي.
د کابل لوبغاړي عبيد تره خېل ددې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو، سبا به د کابل لوبډله د ميدان وردګو ولايت له لوبډلې سره لوبه کوي.
د کابل له لوري عبيد الله تره خيل په ډير حساس وخت کې خپلې لوبډلې ته ۶۴ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، همدا راز ميرويس په خپل وار سره ۳۷ منډې برابرې کړې او خپله لوبډله يې له ماتې وژغورله.
د يادونې وړ ده، چې ګريډ ون ولايتي لوبې نن په کابل او ننګرهار کې د دولسو لوبډلو ترمنځ پيل شوي او لس ورځې به دوام وکړي .
په دغو سياليو کې، چې لس ورځې به دوام وکړي، د دولسو ولايتونو منتخبې لوبډلې برخه اخلي.
يادې لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوي، چې په کابل کې، د کابل، لوګر، ميدان وردګو، پنجشېر، کندهار او خوست او په ننګرهار کې د پکتيا، بغلان، لغمان، کونړ، کندوز او غزني لوبډلې برخه لري.









