جلال اباد (پژواک ٢١ غبرګولى ٩١): د ننګرهار چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د مړي د کور د يوې خونې د چت لوېدلو له امله دوه تنه مړه او ٥٠ نور ټپيان شوي دي.
د هسکې مېنې ولسوال اسرارلله قاري زاده د غبرګولي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار لس بجې د ولسوالۍ د شابۍ کلي په يوه کور کې، چې مړى يې شوى و او کليوال په کې د غمرازۍ په موخه راټول شوي وو، د يوې خونې چت پرې راغورځېدلى دى.
هغه زياته کړه، چې د دغې پېښې نږدې دېرش ټپيان يې د پوليسو او خلکو په مرسته د ولسوالۍ کلينيک ته وړي، چې يو شمېر له درملنې وروسته خارج او پاتې نور د ننګرهار ملکي روغتون ته وړل شوي دي.
د شابۍ کلي ملک، حاجي کليمه ګل پژواک اژانس ته وويل، چې د محمد په نوم د يوه کس مېرمن تېر ماښام په يوه شخصي شخړه کې وژل شوې وه او نن يې په کور کې خلک راټول شوي وو، چې د خونې چت پرې رالوېدلى دى.
د نوموړي په وينا، په دې پېښه کې دوه ښځې مړې شوې او پنځوس تنه نور، چې ډېر يې ښځې او ماشومان دي، ټپي شوي دي.
کليمه ګل وويل، چې دى همدا اوس له لسو ټپيانو سره د جلال اباد ښار ته راغلى او د نورو خلکو او پوليسو په مرسته اضافي ټپيان هم د عامې روغتيا روغتون ته په لاره کې دي.
د يادونې ده، چې تېر کال په خوګياڼو ولسوالۍ کې هم د يوه کور د چت لوېدو له امله ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
هسکه مېنه د جلال اباد ښار سوېل ختيځ ته په سل کيلومترۍ کې د پاکستان له خيبر ايجنسۍ سره د سپين غره په لمنه کې پرته ولسوالۍ ده.










