منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۵ غ.م
۱۲°صاف · ↑۱۴° ↓۰°د هوا کیفیت: منځنی

د کرکټ د ملي او ١٩ کلنو لوبډلو ترمنځ درې يو ورځنۍ لوبې ترسره کېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۸ کتنې

کابل (پژواک ٢١ غبرګولى ٩١): ټاکل شوې ، چې په کابل کې د افغانستان د کرکټ د ملي او ١٩ کلنو لوبډلو ترمنځ درې يو ورځنۍ سيالۍ ترسره او د ټلويزيون له لارې به په ژوندۍ بڼه وښودل شي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د سياليو دغې لړۍ ته د (پيپسي چلينج کپ) نوم ورکړل شوى او مالي لګښت يې د پيپسي او الکوزي ګروپ له خوا ورکول کېږي.

د افغانستان د کرکټ بورډ اجراييوي رييس  ډاکټر حامد شينوارى وايي، چې د افغانستان د کرکټ په تاريخ کې لومړى ځل دى چې د کابل د کرکټ له نړيوال لوبغالي څخه درې يو ورځنۍ لوبې د اريانا ټلويزيون له لارې په  ژوندۍ بڼه ښودل کېږي.

د هېواد د ملي او ١٩ کلنو لوبډلو ترمنځ دغه درې يو ورځنۍ سيالۍ د غبرګولي په ٢٥مه، ٢٦مه او ٢٨مه نېټه ترسره کېږي.

د کرکټ بورډ  اجراييوي رييس وايي: ((دا به د دوو ملي لوبډلو ترمنځ چې په نړيوالو سياليو کې ښې ځلېدلې، په خپله کچه د کرکټ تر ټولو ښې لوبې وي.))

ډاکټر حميد شينواري هيله څرګنده کړه، چې ښايي د دغو سياليو نندارې ته د کرکټ دومره مينه وال راشي چې د کابل نړيوال لوبغالى به ډک کړي.

د ملي او ١٩ کلنو لوبډلو ترمنځ دغه درې سيالۍ په داسې حال کې په لاره اچول کېږي، چې دواړه ملي لوبډلې په نږدې راتلونکي کې په نړيوالو اتلوليو کې برخه اخلي، د ١٩ کلنو لوبډله په روانه مياشت کې د ماليزيا په اسيايي او په اګست مياشت کې د اسټراليا په نړيوال جام کې ګډون کوي.

دغه راز د هېواد د کرکټ ملي لوبډله راتلونکې مياشت په ايرلينډ کې په  انټرکانټنينټال کپ کې د ګډون ترڅنګ په سپټمبر مياشت کې  په سريلانکا کې په شل اووريز نړيوال جام کې هم ګډون کوي.

د کرکټ بورډ اجراييوي رييس ډاکټر حامد شينوارى وايي، چې د دواړو ملي لوبډلو ترمنځ يادې درې سيالۍ به د نړيوالو سياليو د تمريناتو او تياريو لپاره دوى ته يو ښه چانس وي.

هغه وايي، چې له دغو سياليو سره به د پيپسي کمپنۍ او الکوزي ګروپ له خوا د افغانستان له کرکټ بورډ سره د اړيکو يوه ښه پيلامه هم ثابته شي، څو دغه کمپنۍ په راتلونکي کې هم د  کرکټ لوبې د ودې او پرمختګ لپاره هلې ځلې او همکارۍ ته دوام ورکړي.

ډاکټر حامد دا هم وويل، چې له دې سياليو سره به د هېواد د ١٩ کلنو ملي لوبډله وکولى شي چې د ملي لوبډلې له لوبغاړو څخه ډېر څه زده کړي او خپله تجربه زياته کړي.