منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۵ غ.م
۱۲°صاف · ↑۱۴° ↓۰°د هوا کیفیت: منځنی

د کرکټ په سياليوکې کابل ميدان وردګو او لغمان بغلان ته ماتې ورکړې

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۰ کتنې

کابل (پژواک ٢١ غبرګولى ٩١): د کرکټ د لومړۍ درجې سياليو په لړ کې، چې  په کابل او ننګرهار کې روانې دي، د کابل لوبـډلې ميدان وردګ او لغمان بغلان لوبډلې ته ماتې ورکړې.

د دوولسو ولايتونو لوبډلو ترمنځ دغه سيالۍ  د غبرګولي په ٢٠مه په کابل او ننګرهار ولايتونو کې پر يو وخت پيل شوې دي.

د کرکټ بورډ د رسنيو يوه غړي فريد هوتک د غبرګولي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د نن سيالي په کابل کې د  کابل او ميدان وردګو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د کابل په بريا پاى ته ورسېده.

هغه زياته کړه، چې د کابل لوبډلې لومړى لوبه وکړه او په ٤٨ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ١٩٧ منډې جوړي کړې، د کابل له لوري بلال ٣٩ او عمران جنت ٣٥ منډې جوړې کړې او د وردګو له لوري يوسن او محمدالله درې، درې لوبغاړي وسوځول.

د ميدان وردګو لوبډلې دغه هدف ترلاسه نه شو کړاى او ټوله لوبډله يې په ٤٩ اورونو کې په ١٩١ منډو وسوځېده، دغه راز د کابل لوبډلې د شپږو منډو په توپير سره دا لوبه وګټله.

د وردګو له لوري محمدالله ٥٧ او عبيدخان ٣١ منډې جوړي کړې او د کابل له لوري شکور ذکي درې لوبغاړي وسوځول. محمدالله د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

سبا به د ميدان وردګو  او لوګر ولايتونو ترمنځ لوبه ترسره شي.

بلخوا د ننګرهار د غازي امان الله خان په نړيوال لوبغالي کې د بغلان او لغمان ولايتونو ترمنځ لوبه ترسره شوه، چې د لغمان په بريا پاى ته ورسېده.

د کرکـټ بورډ وياند نصرت الله پژواک ته وويل، چې د لغمان لوبډلې لومړۍ لوبه وکړه او په ټاکل شوو ٥٠  اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ٢٩٨ منډې جوړې کړې، د لغمان له لوري شفيق الله شفق ١١٩ او قسيم اورياخېل ٦٠ منډې جوړي کړې.

د هغه په وينا، د بغلان لوبډلې دغه هدف ترلاسه نه شو کړاى او ټوله لوبـډله يې په ٣٥ اورونو کې په ١٢٨ منډو وسوځېدله.

د لغمان وتلي لوبغاړي شفيق الله شفق د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو، سبا به د لغمان او پکتيا ترمنځ لوبه ترسره شي.

په دغو سياليو کې، چې لس ورځې به دوام وکړي، د دوولسو ولايتونو منتخبې لوبډلې برخه اخلي.

يادې لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوي، چې په کابل کې د کابل، لوګر، ميدان وردګو، پنجشېر، کندهار او خوست او په ننګرهار کې د پکتيا، بغلان، لغمان، کونړ، کندوز او غزني لوبډلې برخه لري.