ژبه

زلزلې د هېواد يو شمير ولايتونه ولړزول

توسط عبدالقدیر صدیقی

جون 11, 2012 - 12:39 pm

Views: 84

کابل(پژواک ٢٢ غبرګولى ٩١): نن سهار د افغانستان  مرکزي، شمالي ، شمال ختيځ او شمال لوديځ ولايتونه د زلزلې   دوو ټکانونو و لړزول ،خو تر اوسه  له دې امله د اوښتو احتمالي زيانونو راپور نه دى ورکړل شوى.

د افغانستان د کانونو وزارت اړوند د کانونو د جيولوجي او سروې رياست د محيطي جيولوجي څانګې مشر انجنير طاهر پژواک خبري اژانس ته وويل چې  د زلزلې لومړى  ټکان د ريکتر په کچه ٥،٤ درجې او دويم ټکان يې ٥،٦ درجې   ثبت شوى دى .

دده په وينا،  د امريکا متحده ايالتونو د سروې او جيولوجي ادارې څخه د ترلاسه شويو معلوماتو له مخې ، د لومړنۍ زلزلې  ژورتيا ١٠،٦ کيلومتره او د دويمې  ٦،٨ کيلومټره ثبت  شوى  دى .

انجنير طاهر وايي، ددې زلزلې مرکز د بدخشان د مرکز فيض اباد  جنوب لويديځ ته په ١٦٤ کيلومټرۍ کې د هندوکش غرونه پېژندل شوي دي .

د زلزلې لومړۍ ټکان له غرمې مخکې په نهو بجو او ٣٢ دقيقو او دويم ټکان يې په نهو بجو او ٥٩ دقيقو رامنځته شو  چې ځينې خلک يې له خونو څخه بيرون را وتلو ته اړ کړل .

تر اوسه ددې زلزلې د ټکانونو له امله د زيانونو راپور نه دى ورکړل شوى .

انجنير طاهر هم وايي : (( زه فکر نه کوم چې څه زيانونه به يې رامنځته کړي وي .))