منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۳۸ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

يوه کس خپله مېرمن او يو ځوان پر ډزو ووژل

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۶ کتنې

چاريکار (پژواک ٢٢ غبرګولى ٩١): د پروان ولايت يوه اوسېدونکي خپله مېرمن او يو ځوان هلک پر ډزو وژلي او وروسته يې ترې سرونه غوڅ کړي دي.

 د بګرام ولسوالۍ د ټولي قوماندان دويم څارن من الله نن (د غبرګولي ٢٢مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه تېره شپه د چاريکارو ښار او بګرام ولسوالۍ ترمنځ د ميترخېل په سيمه کې رامنځته شوې ده.

 د هغه په وينا، سيف الرحمن، کله چې تېره شپه خپله مېرمن له يوه ځوان هلک (رفيع الله) سره په خپل کور کې ويني، دواړه پر ډزو وژني.

 سرچينې زياته کړه، چې د دغو کسانو له وژلو وروسته سيف الرحمن د خپلې مېرمنې او رفيع الله سرونه په چاقو غوڅ کړي او له سيمې تښتېدلى دى.

 د پروان د والي وياند روشنا خالد هم د دې پېښې پخلى وکړ او پژواک خبري اژانس ته يې وويل، چې په دې اړه د پوليسو څېړنې پيل شوې دي.

 د هغه په وينا، د دې وژنې اصلي لامل جنسي اړيکې وې او د پېښې عامل تر اوسه نه دى نيول شوى.

 د پروان د ولايتي روغتون رييس ډاکټر عبدالولي قادري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه روغتون ته د يوه ځوان هلک او يوې نږدې ٣٤ کلنې ښځې مړي، چې سرونه يې غوڅ شوي، ور وړل شوي دي.

 هغه وويل، چې دغه مړي يې د لا زياتو څېړنو لپاره د دغه ولايت عدلي طب ته استولي دي.

 دا په داسې حال کې ده، چې يوه مياشت مخکې يوه ٢٢ کلنه نجلۍ په نامعلوم علت وژل شوې وه او وروسته يې مړۍ د بګرام ولسوالۍ په نهر ګې وموندل شو.

 

 

کاپي ايډېټر: عبدالجبار اندړ