اسلام اباد (پژواک ٢٤ غبرګولى ٩١): دولتي چارواکي وايي، چې د بې پېلوټه الوتکې د بريد له امله د قبايلي سيمې په شمالي وزيرستان کې درې تنه وژل شوي دي.
د خيبر پښتونخوا په شمالي وزيرستان کې يو ځايي دولتي چارواکي تسليم خان د غبرګولي په ٢٤مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه بريد نن مازيګر د ميرانشاه د رزمک سړک په سيمه کې شوى دى.
نوموړي د وژل شوو په اړه کره معلومات نه درلودل، خو مرګ ژوبله يې ومنله.
خو ځايي سرچينې وايي، چې په دغه بريد کې درې تنه وژل شوي دي.
په سيمه کې ځايي خبريال ملک ممتاز پژواک اژانس ته وويل، چې دغه بريد پر يوه موټر شوى، چې په کې وژل شوي کسان له پېژندلو وتلي دي.
د هغه په وينا، د وژل شوو په اړه د سيمې خلک وايي، چې دوى ملکي وګړي وو او له ميرانشاه څخه د ټپې کلي ته ته روان وو.
د يادونې ده، پر شمالي وزيرستان په روان زېږديز کال کې دغه اتلسم او په تېرو لسو ورځو کې پنځم بريد وو.









