منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۱۴ غ.م
۱۲°صاف · ↑۱۴° ↓۰°د هوا کیفیت: منځنی

د ١٩ کلنو ځوانانو لوبډلې د کرکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۱ کتنې

کابل ( پژواک ٢٥ غبرګولى٩١ ) : دافغانستان د کرکټ د ١٩ کلنو ځوانانو لوبډلې د هېواد ملي لوبډلې ته په ١٤ منډو ماتې ورکړه.

د کرکټ بورډ د رسنيو يو تن غړي فريد هوتک د غبرګولي په ٢٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا لوبه د پيپسي کپ له درېيو لوبو څخه يوه وه، چې ددواړو ملي لوبډلو ترمنځ په لاره اچول کېږي .

هغه زياته کړه ، چې نن ددې لوبې پچه د ١٩ کلنو لوبډلې کپتان جاوېد احمدي وګټله او لومړۍ يې پخپله دلوبې پرېکړه وکړه.

هوتک وايي چې د ١٩ کلنو لوبډلې په ټاکل شويو ٥٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ٢٤٤ منډې جوړې کړې او ملي لوبډلې ته يې د٢٤٥ منډو هدف  وتاکه .

د نوموړي په وينا،د ١٩ کلنو لوبډلې له لوري نور الحق ملکزي ډېره ښه لوبه وکړه، سليزه يې ووهله او ١٠١ منډې يې جوړې کړې. دده په منډو کې درې شپږيزې او ٩ څلوريزې شاملې وي.

دغه راز د ١٩ کلنو ځوانانو له لوري کپتان جاوېداحمد ٤٦ او ناصر جمال ٤٤ منډې جوړې کړې.

د ملي لوبډلې لخوا محمد نبي ٣، سميع الله شينواري، او شاهپور ځدراڼ يو يو لوبغاړى وسوځاوه.

د هېواد ملي لوبډله دياد شوي هدف په تعاقب کې خپل دوه لوبغاړي ژر له لاسه ورکړل، خو شهزاد محمدي او کپتان نوروز خان منګل ډېره ښه لوبه وکړه او منډې يې تر ١٠٠ واړولې، وروسته محمد نبي او اصغر ستانکزي هم ښه لوبه وکړه او منډې يې تر ٢٠٠ ورسولې.

خو د هېواد ملي لوبډلې ونه شواى کړاى ، چې ياد شوى هدف ترلاسه کړي او ټوله لوبډله يې په ٤٠ اورونو کې په ٢٣٠ منډو وسوځېدله او دغه راز د ١٩ کلنو لوبډلې دا لوبه د ١٤ منډو په توپير سره وګټله.

د ملي لوبډلې لخوا شهزاده محمدي ډېره ښه او تېزه لوبه وکړه او ١١١ منډې يې جوړې کړې، دغه راز محمد نبي هم پنځوسيزه ووهله.

فريد هوتک وايي ، چې د ١٩ کلنو لوبډلې لخوا شرف الدين ډېره ښه لوبه وکړه او د ملي لوبډلې څلور لوبغاړي يې وسوځول. دغه راز يمين احمدزي او سيد شېرزاد هم يو يو لوبغاړي وسوځول.

بله لوبه به سبا په همدې د کابل د کرکټ نړيوال لوبغالي کې ترسره شي  .