منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۵ غ.م
۱۲°صاف · ↑۱۴° ↓۰°د هوا کیفیت: منځنی

ملي لوبډلې بلاخره د ١٩ کلنو ځوانانو لوبډلې ته ماتې ورکړه

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۱ کتنې

کابل ( پژواک ٢٨ غبرګولى٩١ ) : د هېواد دکرکټ ملي لوبډلې د پيپسي کرکټ کپ ددرېيو لوبو دلړۍ په درېيمه لوبه کې د ١٩ کلنو ځوانانو لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دکرکټ بورډ د رسنيو يو تن غړي فريد هوتک د غبرګولي په ٢٨ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل،چې دا لوبه د پيپسي کپ له درېيو لوبو څخه وروستۍ وه، چې ددواړو ملي لوبډلو ترمنځ په لاره اچول شوې وه .

هغه زياته کړه، چې نن ددې لوبې پچه د ١٩ کلنو لوبډلې کپتان جاوېد احمدي وګټله او لومړۍ يې پخپله د لوبې پرېکړه وکړه.

هوتک وايي، چې د ١٩ کلنو لوبډلې په ټاکل شويو ٥٠ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ٢٣٤  منډې جوړې کړې او ملي لوبډلې ته يې د ٢٣٥ منډو هدف  وتاکه .

د نوموړي په وينا، د هېواد ملي لوبډلې دغه هدف په ډېرې اسانۍ سره د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.

خو بايد وويل شي، چې ددې لوبو لړۍ د ١٩ کلنو ځوانانو لوبډلې دلومړيو دوو لوبو په ګټلو سره ګټلې وه.

د ملي لوبډلې لخوا شهزاد محمدي يو ځل بيا ډيره ښه لوبه وکړه، سليزه يې ووهله او ١١٥ منډې يې جوړې کړې، اصغر ستانکزي هم ښه لوبه وکړه او د ٧٥ منډو په جوړولو بريالى شو.

د يوه بل خبر له مخې، د کندهار او کابل لوبډلو د هېواد په کچه د کرکټ دلومړۍ درجې سياليو پاى لوبې ته لاره پيدا کړه.

د دوولسو ولايتونو دلومړۍ درجې لوبډلو ترمنځ دغه سيالۍ د غبرګولي په ٢٠مه په کابل او ننګرهار ولايتونو کې په يوه وخت پيل شوې وې.

نن په کابل کې د کابل او پکتيا ولايتونو او د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې د کونړ او کندهار ولايتونو ترمنځ ددې سياليو نيمه پاى لوبې ترسره شوې.

د بند امير د مرکزي زون مشر او د کابل لوبډلې روزونکي حاجي عزيز الله پژواک اژانس ته وويل ،چې دنننۍ لوبې پچه د پکتيا لوبډلې وګټله او لومړى يې دکابل لوبـډلې ته د لوبې بلنه ورکړه.

د هغه په وينا، د کابل لوبډلې په ٤٩ اورونو کې دلسو لوبغاړو په سوځېدو ٢٩٠ منډې جوړې کړې، ددوى له لوري بلال احمد ٧٥، ميرويس ځاځي ٤٤، شکور ذکي ٤٠ او کريم ٣٩ منـډې جوړې کړې.

نوموړي وويل ، چې د پکتيا له لوري فضل ځاځي درې او فضل نيازي د کابل لوبډلې دوه لوبغاړي وسوځول.

عزيز الله وايي ، چې د پکتيا ټوله لوبډله د مومن خان د تباه کوونکې لوبې له امله په اتلسم اوور کې يواځې په ٦٠ منډو وسوځېدله او دغه راز د کابل لوبډلې دا لوبه د ٢٣٠ منډو په توپير سره وګټله.

د کابل لوبډلې پياوړى لوبغاړى مومن خان د پکتيا اوه لوبغاړي وسوځول او د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.