کندهار ښار (پژواک ٤ چنګاښ ٩١): د کندهار له هوايي ډګر سره نږدې په يوه ترافيکي پېښه کې دوه ټانکر چلوونکي او د ايساف دوه سرتېري وژل شوي دي.
د کندهار د والي وياند جاوېد فيصل د چنګاښ په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار شاوخوا اته بجې د سپين بولدک پر لويه لاره هوايي ډګر ته څېرمه رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې په دې سيمه کې د اکمالاتي ټانکرو او ايساف کاروان د يوه موټر ترمنځ ټکر شوى دى.
نوموړى وايي، چې په دې پېښه کې د تېلو د ټانکرونو دوه چلوونکي او د ايساف دوه سرتېري وژل شوي دي.
په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر هم منلې چې په سوېل کې يې د ترافيکي پېښې له امله دوه سرتېري وژل شوي دي.