منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۵ غ.م
۱۲°صاف · ↑۱۴° ↓۰°د هوا کیفیت: منځنی

د کرکټ ملي لوبـډله ايرلينډ ته روانه شوه

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۴ کتنې

کابل (پژواک ٤ چنګاښ ٩١): د هېواد د کرکټ ملي لوبډله د لويو وچو يا په انټرکانټنينټال سياليو کې د ګډون په موخه د چنګاښ په څلورمه د ايرلينډ په لوري روانه شوه.

ملي لوبدله به په ايرلينډ کې له تمريناتو او ځايي لوبډلو سره له ځينو دوستانه سياليو وروسته به له دغه هېواد سره دوه يو ورځنۍ نړيوالې لوبې او يوه څلور ورځنۍ لوبه ترسره کړي.

ايرلينډ د لوبډلې تر روانېدو مخکې د اتصالاتو مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د ملي لوبډلې په وياړ غونډه جوړه شوې وه، چې په کې د کرکټ بورډ چارواکو، د اتصالاتو شبکې مسوولينو او د ملي لوبډلې لوبغاړو برخه اخيستې وه.

د کرکټ د ملي لوبـډلې منېجر يا مدير شفيق الله ستانکزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى د ايرلينډ لپاره بشپړه تياري نيولي او لوبغاړو ښه تمرينات هم ترسره کړي دي.

هغه زياته کړه، چې څو ورځې مخکې په کابل کې له ١٩کلنو لوبـډلې سره د ملي لوبـډلې درې يو ورځنۍ لوبې هم ترسره کړي، چې دا هم د تياريو يوه برخه ده.

د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان کريم خان صادق له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې دوى به د هېوادوالو په دعاګانو له ايرلينډ څخه بريالي راستنيږي.

د نوموړي په وينا، که څه هم ايرلينډ پياوړې لوبډله ده، خو زياته يې کړه چې افغانستان دغې لوبډلې ته پخوا ډېرې ماتې ورکړې او د افغانستان د لوبغاړو مورال لوړ دى.

کريم صادق وايي، چې په لوبډله کې ځوان لوبغاړو ته ځاى ورکړل شوى او هيله يې څرګنده کړه، چې دوى به خپله وړتيا وښيي.

هغه زياته کړه، چې دوى له ايرلينډ سره له رسمي سياليو پيلېدو مخکې ډېر وخت لري او هڅه به وکړي چې د دغه هېواد له لوبغالو او له هوا سره د بلدېدو په موخه ډېر تمرينات ترسره کړي.

افغانستان به د چنګاښ په ١٣مه او ١٥مه له ايرلينډ سره يو ورځنۍ نړيوالې لوبې ترسره کوي او تر هغې وروسته د چنګاښ له ١٩مې څخه تر ٢٢ مې پورې له دغه هېواد سره څلور ورځنۍ لوبه ترسره کړي.

د ملي لوبډلې منېجر وايي، چې له ايرلينډ سره دوه يو ورځنۍ نړيوالې لوبې ځکه ډېرې مهمې دي؛ چې په دغو لوبو کې له بريا سره افغانستان د ٢٠١٥ زېږديز کال د يو ورځني کرکټ نړيوال جام ته د لارې موندلو چانس پيدا کوي.

افغانستان د انټرکانټنينټال کپ سياليو په لړ کې له کاناډا او هالنډ خپلې لوبې ګټلې خو له اماراتو سره يې څلور ورځنۍ لوبه مساوي پاى ته رسېدلې وه.

ايرلينډ د دغو سياليو د نومرو په جدول کې له ٥٤ نومرو سره په لومړي مقام، افغانستان د ٣٧ په نومرو سره په دويم او سکاټلينډ د ٣٦ په نومرو سره په درېيم مقام کې ځاى لري.

ايرلينډ سياليو لپاره لاندې لوبغاړي غوره شوي دي.

کريم خان صادق ( کپتان) نبي عيسى خېل، شهزاد محمدي، شاه پور ځدران، دولت ځدران، جاوېد احمدي، شبير نوري، نور الحق ملکزى، عزت الله دولتزى، نجيب  ځدران، سميع الله شينوارى، همزه هوتک، امير منګل، ګلبدين نايب او اصغر ستانکزى.

کبيرخان به دلوبډلې روزونکى، دولت احمدزى مرستيال روزونکى او هندى امېش پټوال د توپ وهلو په برخه کې سلاکاروي.

د يادونې ده، چې د انټرکانټنينټال کپ سيالۍ د هرو دوو کلونو په موده کې ترسره کېږي، چې افغانستان وړم کال د دغو سياليو اتلولي خپله کړې وه.

په دغو سياليو کې د کرکټ د دويمې درجې اته غوره هېوادونه شامل دي.

په دغو هېوادونو کې افغانستان، سکاټلينډ، هالينډ، ايرلينډ، کاناډا، متحده عربي امارات، کينيا او نميبيا برخه لري.