کندهار ښار (پژواک ١١ چنګاښ ٩١): د کندهار ښار-سپين بولدک پر لويه لاره په يوه ترافيکي پېښه کې ١٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د چنګاښ په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن له غرمې مخکې د دامان ولسوالۍ د شور اندام په سيمه کې د يادې لويې لارې په اوږدو کې رامنځ ته شوه.
هغه زياته کړه، په دې سيمه کې دوو سراچه موټرو ټکر کړى چې له امله يې په دواړو موټرو کې دوه تنه مړه او اته نور ټپي شوي دي.
نوموړي وويل، چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي، خو د يو شمېر روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ ښودل شو ى دى.
د کندهار د ترافيکو مدير سمونوال حمدالله د پېښې د تاييد ترڅنګ پژواک اژانس ته وويل، چې پېښه د چلوونکو د بې احتياطۍ له مله رامنځته شوې ده.