کابل (پژواک ١٢ چنګاښ ٩١): ټاکل شوې چې راتلونکې مياشت د افغانستان او اسټراليا د ملي لوبـډلو ترمنځ د کرکټ لوبه ترسره شي.
د اسټراليا کرکټ بورډ د چنګاښ په ١٢مه اعلان کړى، چې دغه لوبه به راتلونکې مياشت په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.
په کابل کې د اسټراليا سفارت له خوا د چنګاښ په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تر اوسه دا پرېکړه نه ده شوې، چې دا به يو ورځنۍ لوبه وي او که شل اووريزه، خو زياته کړې يې ده ،چې په دې اړه خبرې روانې دي.
خو نورې سرچينې وايي، چې دا به يو ورځنۍ لوبه وي.
د سرچينې په وينا، دغه لوبه په اماراتو کې د پاکستان او اسټراليا ترمنځ د شپږو لوبو له لړۍ څخه مخکې د تياريو يوه برخه ده.
په خبرپاڼه کې راغلي: ((د افغانستان کرکټ په دې وروستيو کې حيرانوونکى پرمختګ کړى او د نړۍ په کرکټ کې يې خپل ارزښت ترلاسه کړى دى.))
د اسټراليا د کرکټ ادارې مشر جيمز سوترلينډ ويلي، چې په افغانستان کې له امنيتي ستونزو سره سره د کرکټ حيرانوونکې ودې او پرمختګ ته د نړۍ د کرکټ چارواکي او مينه وال ګوته په غاښ دي.
هغه زياته کړه، چې د کرکټ د نړيوالې شورا (اى سي سي) د يوه غړي هېواد په توګه اسټراليا کرکټ اداره په نړيواله کچه د کرکټ د ودې او پرمختګ ملاتړ کوي.
سرچينې زياته کړې: ((د افغانستان او اسټراليا ترمنځ پياوړې اړيکې موږ دې هڅوي چې د دغه هېواد له لوبډلې سره د لوبې په ميدان کې ولوبېږو.))
د افغانستان کرکټ بورډ هم تاييدوي، چې ملي لوبډله به راتلونکې مياشت له اسټراليا سره په متحده عربي اماراتو کې لوبه کوي.
د کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکتر حامد شينوراي د کرکټ د نړيوالې شورا (اى سي سي) په مرسته د اسټراليا د کرکت له مسوولينو سره اړيکه نيولې او د لوبو د ترسره کېدو غوښتنه يې ترې کړې وه.
هغه زياته کړه، چې اسټراليا له افغانستان سره د يوې لوبې کولو پرېکړه کړې، خو دا تر اوسه نه ده معلومه، چې دا به يوه ورځنۍ لوبه وي او که شل اووريزه لوبه.
خو وفا وايي، افغانستان هيله لري چې له اسټراليا سره يوه ورځنۍ لوبه ترسره کړي.
د يادونې ده، چې افغانستان په ٢٠١٠ زېږديز کال د کرکټ د يو ورځنيو نړيوالو سياليو (ون ډې) دريځ ترلاسه کړى، خو تر اوسه يې يواځې د کرکټ د نړيوالې شورا له بشپړ غړيتوب لرونکي يو هېواد پاکستان سره يوه لوبه پنځه مياشتې مخکې په شارجه کې ترسره کړې ده.
که څه هم افغانستان دغه لوبه بايللې وه، خو د کرکټ د چارو پوهانو د يوې پياوړې لوبډلې پر وړاندې د افغانستان د لوبډلې لوبه ډېره وستايله.










