منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۷ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

کابل کې د اور لګېدنې د مرګ ژوبلې شمېر ١٦٦ تنو ته ورسېد

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۳ کتنې

کابل ښار (پژواک ١٥ چنګاښ ٩١): د کابل په پکتياکوټ کې د اورلګېدنې له امله د مړو شمېر ١١ او د ټپيانو ١٥٥ تنو ته ورسېد او د يو شمېر سوځېدلو ټپيانو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دى.

دغه پېښه تېره روځ د څلورنيمو بجو په شاوخوا کې  د نهمې حوزې په مربوطاتو کې د څرخي پله پر سړک د برادران فراهي شرکت ته نږدې د ګازډبې د چاودنې له امله رامنځته شوه.

امنيتي او روغتيايي چارواکو تېره شپه ويلي و، چې د دغه اور له امله دوه تنه مړه شوي او ٥٤ نور ټپيان دي. په وروستيو خبرونو کې راغلي وو، چې اته تنه مړه او سل تنه ټپيان دي.

خو د کابل د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسؤول حشمت الله ستانکزي نن (د چنګاښ ١٥مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د مړو شمېر اوسمهال ١١ تنو او د ټپيانو ١٥٥ ته رسېدلى دى.

هغه زياته کړه، کېداى شي د مړو شمېر له دې هم زيات وي.

ستانکزي وويل، چې تر اوسه (د غرمې ١١ بجې) په فابريکه کې کم کم اور بلېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د عامې روغتيا وزارت وياند ډاکټر غلام سخي کارګر نور اوغلي نن سهار ويلي و، چې تر دې مهاله اته مړي او ٨٣ ټپيان جمهوريت، استقلال او وزير محمد اکبر خان روغتونونو ته لېږدول شوي، خو د ٢٠ سوځېدلو ټپيانو روغتيايي وضعيت نازک دى او د مړو په شمېر کې د لوړېدو امکان شته.

اوغلي زياته کړه، چې ټول مړه او ټپيان نارينه او ډېرى يې د فابريکې کارګران دي.

امنيتي چارواکي وايي، چې د دې اور لګېدنې علت تر اوسه معلوم نه دى او په اړه يې څېړنې روانې دي.

د کابل امنيه قوماندان مل پاسوال محمد ايوب سالنګي وويل، چې د ګازډبو د چاودنې له امله شاوخوا کورونو ته هم زيان اوښتى او د پېښې د سيمې له کورنو ځيني خلک نورو سيمو ته وتلي دي.

د يادونې ده چې دوه ورځې مخکې د کابل ښار د خيرخانې مېنې د پروان هوټل په مخ کې د شمشاد په مارکېټ کې د ګازو ډبه وچاودېده او له امله يې مارکېټ اور واخيست، درې تنه مړه او ٢٨ نور ټپيان شول.

 

د ډبې له چاودلو وروسته د شمشاد د پنځه پوړيز مارکېټ په انګړ کې د څو ساعتونو لپاره اور ولګېد، خو دغه اور د اطفايې او امنيتي پوليسو له خوا مړ او د پوليسو په وينا د اور په مړه کولو سره يې په دغه مارکېټ کې د ميليونونو ډالرو د زيان مخه ونيوه.