کابل ښار (پژواک ١٧ چنګاښ ٩١): د سياسي چارو يو شمېر شنونکي وايي، چې له امريکا سره د افغانستان غيرناټو ملګرتوب به د افغانستان حيثيت او باور په نړۍ او سيمه کې ډېر او دغه کار به د ګاونډويانو لاسوهنې کمې کړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې مېرمن هيلري کلنټن چې په يوه ناببره سفر نن سهار وخته (د چنګاښ ١٧مه) کابل ته راغلې، له ولسمشر حامد کرزي سره په يوه ګډه خبري غونډه کې افغانستان د امريکا د غير ناټو مهم ملګري په توګه اعلان کړ.
افغانستان د دغه دريځ له خپلولو سره له امريکا څخه هر ډول پوځي وسايل او وسلې پېرلى او له دغه هېواد سره په دفاعي چارو کې خپلې اړيکې نورې هم پياوړې کولى شي او له امريکا څخه د خپلو ملي ځواکونو په روزنه کې هم ګټه پورته کولى شي.
د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالغفور لېوال پژواک اژانس ته وويل، په دغه دريځ کې چې د نړۍ کوم هېواد وي، له هغه سره د ناټو هېوادونه او د امريکا متحد ايالات د ناټو د غړي هېواد په څېر چلند کوي.
د هغه په وينا، هر کله چې د غيرناټو ملګرى هېواد د بل هېواد له يرغل سره مخ کېږي او يا هم په دغه هېواد کې لاسوهنې ترسره کېږي، نو د امريکا متحد ايالات او د ناټو غړي هېوادونه يې په زغرده ننګه کوي او يا هم ګډ پوځي ځواب ورته وايي.
نوموړي زياته کړه، چې له دغه ملګرتوب سره به افغانستان وکولاى شي، چې له امريکا څخه د وسلو اخيستلو جواز ترلاسه کړي او د متحدو ايالتونو له پوځي تاسيساتو څخه ګټه پورته کړي.
لېوال وويل: ((له دې ملګرتوب څخه وروسته د امريکا متحد ايالتونه مکلف دي، چې له افغانستان څخه هر ډول ننګه او دفاع وکړي.))
د ده په خبره، ترڅو پورې چې ګاونډيو هېوادونو او يا د سيمې هېوادونو ته عملي زيان نه وي رسېدلى، تر هغې ياد ملګرتوب د دوى لپاره زيانمن او د اندېښنې وړ نه دى.
د سياسي چارو کارپوه محمدحسن حقيار وايي، چې که څه هم دغه ملګرتوب د افغانستان لپاره له اقتصادي پلوه ډېره ګټه ونه لري، په سياسي لحاظ به افغانستان په نړۍ کې نور کمزورى او ګوښه هېواد نه وي.
د هغه په وينا، له دغه ملګرتوب سره به افغانستان په نړۍ او سيمه کې خپل باور او ډاډ ترلاسه کړي او نور به د ګاونډيانو رحم ته نه پرېښودل کېږي.
نوموړي زياته کړه، چې امريکا او ناټو هېوادونه به افغانستان نور پرديو لاسوهنو ته نه پرېږدي او هر ډول دفاع به يې کوي.
حقيار وويل: ((د دغه ملګرتوب لپاره ټولپوښتنې او يا نورو مراحلو ته اړتيا نه وه او دا يواځې د ملګرتوب او دوستۍ لاس و، چې امريکا او ناټو هېوادونو افغانستان ته ورکړ.))
د سياسي چارو کارپوه محمد يونس فکور وايي، چې د امريکا او افغانستان ترمنځ د ستراتيژيک تړون د دويم فصل د درېيمې مادې له مخې، چې افغانستان به امريکا د ځان غښتلى ملګرى اعلانوي، امريکا خپل ژمنتوب وښود او لومړى ګام يې پورته کړ.
د هغه په وينا، د دغه اعلان اهميت ډېر په دې کې دى، چې سبا ورځ د توکيو کنفرانس پيليږي او نړيوال له افغانستان سره تر ٢٠١٤ کال وروسته خپلې مرستې اعلانوي.
نوموړي زياته کړه، چې په دې سره امريکا د توکيو کنفرانس ګډونوالو ته ښيي، چې دوى له افغانستان سره خپلو ژمنو ته ژمن دي او دا هېواد يواځې نه پرېږي، نو له همدې امله بايد نور هېوادونه هم په ډاډ سره خپلې مرستې اعلان کړي.
فکور وويل: ((اوس د نړۍ يو زبرځواک له افغانستان سره خپله لويه ملګرتيا اعلان کړه او دا د افغانانو لپاره ډېره غټه لاسته راوړنه ده.))
خو دى وايي، ترڅو چې په افغان دولت کې فساد له منځه ولاړ نه شي او ښه حکومتوالي رامنځ ته نه شي، تر هغې دا ډول اعلانونه او مرستې د ولس لپاره ډېره ګټه نه لري.
د فکور په خبره، د ګاونډيانو لپاره دغه ملګرتوب پيغام ورکوي، چې نور بايد په افغانستان کې خپلې لاسوهنې بندې کړي او په دې ډاډه شي، چې د نړۍ يو زبرځواک هېواد د افغانانو ننګه او دفاع کوي.
خو د سياسي چارو کارپوه وحيد مژده بيا پژواک اژانس ته وويل، چې له امريکا سره د غير ناټو اتحاد لپاره بايد په ټول افغانستان کې ټولپوښتنه (ريفرنډم) ترسره شوى واى.
د هغه په وينا، له دغه اعلان سره به د ګاونډيو او د سيمې هېوادونو اندېښنې زياتې شي او له امله به يې د افغانستان جګړه نوره هم وغځېږي.
نوموړي زياته کړه، چې له امريکا سره د افغانستان د غير ناټو اتحاد يو څه مثبت اړخونه هم لري، چې د پوځ لپاره د وسلو اخيستل او داسې نور، خو منفي اړخونه يې خورا ډېر دي.
مژده وويل: ((څو ورځې مخکې روسيې هېواد هم اندېښنه ښودلې وه او ويلي يې وو، چې له افغانستان څخه د امريکا غوښتنې او د شتون لاملونه بايد مشخص شي او له نوي اعلان سره به دا اندېښنې نورې وغځېږي.))
د ده په خبره، راتلونکي حکومتونه به د قرادادونو او هوکړه ليکونو ټوله پړه د حامد کرزي پر حکومت اچوي او ځانونو ته به برائت ورکوي.
تېره اونۍ د بهرنيو چارو د وزير ډاکتر زلمي رسول او په کابل کې د امريکا د سفير ريان کراکر ترمنځ د ستراتيژيک سند د نافذېدو تړون هم لاسليک شو.
د يادونې ده چې له دې مخکې د نړۍ ١٥ هېوادونه له امريکا سره د غير ناټو اتحادي هېواد دريځ خپل کړى، چې جاپان، مصر او اسراييل يې مهم هېوادونه دي، پاکستان تر اوسه دغه دريځ نه دى خپل کړى.










