ګردېز (پژواک ١٧ چنګاښ ٩١): د پکتيا-خوست پر لويه لاره د سټو په کنډو کې د موټر اوښتو له امله دوه تنه مړه او ١٦ نورټپيان دي.
د پکتيا د ملکي روغتون مشر ډاکټر حيات ګل د چنګاښ په ١٧مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار د ګردېز او خوست پر لويه لاره د سټو په کڼدو کې د يو فلاينګ کوچ موټر د چپه کېدو له امله دوه سپرلي مړه او ١٦ نور ټپيان دي.
د هغه په وينا، په ټپيانو کې د زياترو روغتايي حالت خراب دى او له ډلې يې څلور تنه کابل ته لېږدول شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې په ټپيانو کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي.
د پکتيا د والي وياند روح الله سمون هم په پېښه کې ياده مرګ ژوبله ومنله او زياته يې کړه، چې پېښه د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځ ته شوې ده.
د ده په خبره، دغه موټر له خوست څخه د لوګر خروار سيمې ته روان و، چې د سټو کنډو په سيمه کې چپه شو.
نوموړي زياته کړه، چې په ټپيانو کې درې ښځې هم شاملې دي، چې روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ دى.
د پېښې يوه ټپي پژواک اژانس ته وويل، چې دوى سهار وخته له خوست څخه په موټر کې سپاره شول او غوښتل يې چې خپل کور ته ولاړ شي.
ده زياته کړه: ((زه په موټر کې ويده وم، چې ناڅاپه ګړز شو او سر مې په چت ولګېدو او موټر له سړک څخه ښکته ورغړېد.))
د ده په وينا، نور په ځان پوه نه شو او کله چې په هوش راغى، نو د پکتيا په ملکي روغتون کې پروت و.









