کابل (پژواک ١٨ چنګاښ ٩١): د افغانستان کرکټ بورډ چارواکي وايي، چې اسيايي شورا ورسره ژمنه
کړې، چې راتلونکى کال به ورته د بشپړغړيتوب درجه ورکوي.
د يادونې ده، چې افغانستان اوس مهال د کرکټ د اسيايي شورا د دويمې درجې او د نړيوالې شورا د درېيمې درجې غړيتوب لري.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراييوي رييس ډاکټر حامد شينواري د چنګاښ په ١٨مه په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل، چې تېره اونۍ يې په ماليزيا کې د کرکت د اسيايي شورا په کلنۍ عمومي غونډه کې له يوه پلاوي سره ګډون کړى و.
هغه زياته کړه، چې د دې غونډې په څنډه کې په ماليزيا کې د کرکټ د نړيوالې شورا کلنۍ هم ترسره شوه.
ډاکټر حامد شينواري وويل، چې د دې غونډې پر مهال يې د کرکټ د اسيايي او نړيوالې شورا له ګڼ شمېر مشرانو او مسوولينو سره يې وليدل، هغوى ته يې د افغانستان د کرکټ د پرمختګونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل.
د نوموړي په وينا، يادو چارواکو هم په کمه موده کې د افغانستان د کرکټ لاسته راوړنې او برياوې وستايلې او د هر راز مرستو او همکاريو ژمنې يې وکړې.
د کرکټ بورډ اجراييوي رييس زياته کړه، چې د کرکټ د اسيايي شورا ( اى سي سي) له اجراييوي رييس اشرف الحق سره د ليدنې پر مهال يې له هغه وغوښتل چې افغانستان ته بشپړ غړيتوب ورکړي.
حامد شينواري وويل: ((د تېر په څېر بيا د اى سي سي مشرانو ويل، چې تاسو د دغه غړيتوب لپاره پخوا پر وخت غوښتنليک نه دى استولى او اوس چې مو استولى دى، نو موږ پرې غور کوو.))
د هغه په وينا، اشرف الحق ژمنه وکړه، چې دوى به هڅه وکړي چې تر راتلونکي کال پورې افغانستان ته بشپړ غړيتوب ورکړي.
نوموړي زياته کړه، چې د بشپړ غړيتوب ګټه به دا وي، چې افغانستان به له اسيايي شورا څخه د پرمختيايي چارو په برخه کې ډېره بوديجه ترلاسه کړي، چې ورسره به د افغانستان کرکټ ډېر پرمختګ وکړي.
د کرکټ بورډ اجراييوي رييس دغه راز وويل، چې له اسيايي شورا يې د رايو ورکولو حق هم وغوښتو، چې هغوى په دې برخه کې هم د همکارۍ ژمنه ورکړه.
نوموړي زياته کړه، چې د يادو غونډو په درشل کې يې د زمبابوى، پاکستان، بنګله دېش، اسټراليا، هندوستان او افريقا د کرکټ بورډ له مسوولينو سره يې وليدل او په ګډو همکاريو يې خبرې وکړې.
ډاکټر حامد شينواري له اسټراليا سره د راتلونکې مياشتې يوه ورځنۍ نړيوالې لوبه په اړه وويل، چې دا به د اګست د مياشتې په ٢٥مه (د وږي په څلورمه) د متحده عربي اماراتو په شارجه ښار کې ترسره شي.
هغه زياته کړه، دا به يوه ورځنۍ نړيواله لوبه وي، چې د افغانستان پر وخت به د مازيګر په پنځه نيمو بجو پيل شي او پنځوس سلنه ګټه به يې د افغانستان کرکټ بورډ ته ورکول کېږي.
نوموړي وويل، چې تر دې لوبې پورې به حميدحسن او نوروز منګل هم روغ شي او د اسټراليا پر ضد به دوى ولوبېږي.
ډاکټر حامد شينواري د افغانستان پر اولمپيک کمېټې نيوکه وکړه، چې د کرکټ بورډ له اجازې پرته يې د نجونو يوه خصوصي لوبډله تاجکستان ته د لوبو لپاره لېږلې وه او دا کار يې وغانده.
هغه زياته کړه: ((موږ به د اولمپيک پر ضد قانوني چلند کوو.))
نوموړي وويل، چې افغانستان يو عنعنوي او کلتوري هېواد دى او د کرکټ د نجونو لوبډلې په جوړولو سره له ډېر دقت څخه کار اخلي.
خو هغه زياته کړه، په پلان کې لري چې په راتلونکي کې به دغه کار د ښوونځيو په کچه پلى کړي.










