ايبک (پژوک ١٩ چنګاښ ٩١): نن سهار د سمنګانو د حضرت سلطان په ولسوالۍ کې د موټر چپه کېدو له امله د ملي اردو نهه سرتېري مړه او شل نور ټپيان شوي دي.
د دغه ولايت د ترافيکو پېښو امر څارمن عبدالرازق پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا ٩ بجې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د ملي اردو کاروان له بلخ ولايت څخه د کابل پر لور روان و.
د سرچنې د معلوماتو له مخې، له ټپيانو څخه يې درې تنه د سمنګانو ملکي روغتون ته وړي دي او نور ټول يې په حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ملي اردو روغتيايي مرکز ته لېږدولي او تر درملنې لاندې دي.
د سمنګانو د ملکي روغتون يو ډاکتر شمس الله عالمي وويل: ((په هغو ټپيانو کې چې زموږ روغتون ته يې راوړي دي، د يوه تن روغتيايي حالت خراب دى او د دوو نورو د ډاډ وړ دى.))
د ملي اردو يو افسر چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله پژواک اژانس ته وويل، چې ياد سرتېري د بلخ ولايت د ٢٠٩ شاهين قول اردو د ١٨٦ روزنيز کنډک اړوند وو، چې د چنګاښ په ١٥مه له ياد کنډک څخه فارغ شوي وو.
د اوښتي موټر چلوونکي وويل: ((د کاروان په منځ کې روان وو، چې د کاروان يو موټر مو مخې ته راغى او په همدې شېبه کې مې موټر له مسير څخه ووت او واوښت.))
د هغه په وينا، په دغه کاروان کې شاوخوا ٢٠ موټر د کابل پر لور روان وو.










