واشنګټن (پژواک ٢٠ چنګاښ ٩١): امريکا له پاکستان څخه وغوښتل ،چې د حقاني شبکې پر ضد جدي اقدامات وکړي.
د امريکا د بهرينو چارو وزارت وياندې ويکټوريا نولينډ تېره ورځ په واشنګټن کې خبريالانو ته وويل، چې په افغانستان کې پر امريکايي ځواکونو ډېرى بريدونه د حقاني ډلې وسلوال کوي او دغه وسلوال د پاکستان په قبايلي سيمو کې مېشت دي.
هغې له پاکستانه وغوښتل، چې په خپله خاوره کې دې د حقاني ډلې د ځپلو په موخه جدي او اغېزمن اقدامات وکړي.
نولينډ دغه راز وويل، چې دوه ورځې مخکې په جاپان کې د افغانستان په اړه د توکيو نړيوال کنفرانس پر مهال د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې مېرمن هيلري کلنټن له خپلې پاکستانۍ سيالې مېرمن حنا رباني سره د ليدنې پر مهال د حقاني ډلې په اړه هم خبرې کړې وې.
د يادونې ده، چې تېره مياشت د کابل په قرغې سيمه کې له ډله ييزو ځانمرګو بريدونو وروسته په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الن ويلي و، چې دا بريدونه د حقاني ډلې تنظيم کړي وو.
له دې مخکې هم امريکايي لوړپوړ چارواکو ويلي، چې د حقاني ډله په پاکستان کې مېشته ده او د دغه هېواد استخباراتي اداره (اى اېس اى) ورسره نږدې اړيکې لري.
خو د پاکستان دولت دغه ټول تورونه رد کړي دي.