ترينکوټ (پژواک ۲۰ چنګاښ ۹۱): د اروزګان په مرکز ترينکوټ کې د لومړي ځل لپاره د يوه لوبغالي د جوړېدو چارې پيل شوې.
د اروزګان په مرکز ترينکوټ کې نن (د چنګاښ ٢٠ مه) د دغه لوبغالي د پټۍ د پرېکولو پر مهال د اروزګان د سکټوري رياست رييس عبدالرحمن خان پژواک اژانس ته وويل، خوښ دى چې په دغه ولايت کې د لومړي ځل لپاره د ځوانانو او لوبغاړو لپاره لوبغالى جوړېږي.
د هغه په وينا، دغه لوبغالى د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت له لوري د شاوخوا ٤٣ ميليونه افغانيو په لګښت د يو کال په موده کې جوړېږي.
نوموړي په ترينکوټ کې د دغه لوبغالي جوړول ډېر اړين وبلل او زياته يې کړه، چې تر دې مخکې په اروزګان کوم لوبغالى نه و، چې په هغه کې ځوانانو لوبې کړې واى.
د اروزګان د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزي رييس محمدظاهر سالاري پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى د وزارت موخه د ياد لوبغالي له جوړولو څخه په ۱۳۹۱ کال کې په دغه ولايت کې د کوکنارو د کښت له منځه وړل او د ځوانانو د نشه يي توکو له کارولو څخه ګرځول کول دي.
د هغه په وينا، د داسې ځايونو جوړول کولاى شي ځوانان لوبو او ورزش ته وهڅوي او له ناوړه کارونو څخه يې راوګرځوي.
نوموړي زياته کړه، چې ياد لوبغالى په ۲۳ جريبه ځمکه، په پاخه او اساسي ډول جوړېږي، چې په کې به د فوټبال، واليبال او باسکېټ بال لوبو لپاره بېل بېل ځايونه ولري او په يوه وخت کې به د شل زره کسانو د ناستې وړتيا ولري.
د اروزګان ولايت يو لوبغاړى احمدشاه جواد پژواک اژانس ته وويل، چې دوى د دغه لوبغالي په جوړېدو ډېر خوښ دي او هيله لري چې چارې به يې په معياري ډول ترسره شي.
د ده په وينا، له دې مخکې دوى هېڅ د لوبو لپار ځانګړى ځاى نه درلود، چې خپل ورځني تمرينات يې په کې کړي واى.










