دا راپور واورئ
۰:۰۰ / ۱:۰۰
کابل (پژواک ٢١ چنګاښ ٩١): څو شېبې مخکې د کابل ښار د ميرويس ميدان په سيمه کې په يوه سوداګريز مارکېټ کې اور لګېدنه رامنځته شوه.
د عيني شاهدانو په وينا، دغه اور نن غرمه ١٢بجې د کابل ښار د ميرويس ميدان چوک ته څېرمه په احمدي مارکېټ کې ولګېد.
سرچينې د اورلګېدنې لامل په ډاګه نه کړ، خو ويې ويل، چې د دغه څلور پوړيز مارکېټ دوکانداران له خپول دوکانونو د تېښتې په حال کې دي.
.هغه زياته کړه، چې د اور وژنې موټر اوس سيمې ته رسېدلي او هڅه کوي، چې اور مړ کړي.
ويل کېږي، چې دغه مارکېټ د اباسين ځدران سوداګريز مارکېټ په خوا کې موقعيت لري.










