کابل (پژواک ٢٤ چنګاښ ٩١): د افغانستان د پنځو زونونو د منتخبو لوبډلو ترمنځ د کرکټ د يو ورځنيو لوبو په لومړنۍ نيمه پای لوبه کې نن د بند امير زون لوبډلې مس عينک زون ته په ماتې ورکولو سره د دغو سياليو پاى لوبې ته لاره ومونده.
د افغانستان د کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا د چنګاښ په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د زونونو د لوبډلو ترمنځ دا يو ورځنۍ سيالۍ د چنګاښ په ١٣مه د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې پيل شوې دي.
هغه زياته کړه، چې نن د دغو سياليو د لومړۍ نيمه پاى لوبې پچه د مس عينک زون لوبډلې وګټله او لومړى يې په خپله د لوبې کولو پرېکړه وکړه.
وفا وايي، چې د مس عينک زون ټوله لوبډله په ٢٥ اورونو کې يواځې په ٧٤ منډو وسوځېده او بند امير ته يې د ٧٥ منډو هدف کېښود.
د بند امير زون له لوري محمود ډېره ښه لوبه وکړه او د مس عينک پنځه لوبغاړي يې وسوځول، دغه راز مومن درې او روښان دوه لوبغاړي وسوځول.
د کرکټ بورډ وياند وايي، چې د بند امير زون لوبډلې ياد هدف په ډېرې اسانۍ سره په ١٢ اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.
د بند امير له لوري الطاف ٤٥ او بابر ١٧ منډې جوړې کړې او په دې بريا سره د بند امير زون لوبډله د روانو سياليو پاى لوبې ته لاره پيدا کړه.
سبا به د سپين غر او بست زونونو ترمنځ دويمه نيمه پاى لوبه ترسره کېږي چې ګټونکې لوبډله به په پاى لوبه کې له بند امير سره مخامخ کېږي.
د بند امير زون د لوبډلې روزونکي حاجي عزيزالله پژواک اژانس ته وويل، چې دوى په دغه ميدان کې ډېرې لوبې کړې او لوبغاړي يې له ميدان سره بلد و، ځکه يې ښه لوبه وکړه.
هغه په ځانګړې توګه د خپلو تېزو توپ اچوونکو ستاينه وکړه، چې ډېره ښه لوبه يې وکړه او د مس عينک لوبډلې لوبغاړي يې ژر ژر وسوځول.










