کابل(پژواک٢٥چنګاښ٩١):د افغانستان د پنځو زونونو د منتخبو لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو لوبو په دويمه نیمه پای لوبې کې د بست زون منتخبې لوبډلې سپین غر ته په ماتې ورکولو سره پای لوبې ته لاره ومونده.
دکرکټ بورډ لخوا د چنګاښ په ٢٥مه پژاک خبري اژانس ته په راليږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي ، چې د لوبې پچه د بست زون لوبډلې وګټله ، خو د سپین غر زون منتخبې لوبډلې ته یې د بیټینګ بلنه ورکړه.
دغه راز د سپین غر زون منتخبې لوبډلې په ۴۵ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۰۳ منډې جوړې کړې او بست زون ته یې د ۲۰۴ منډو هدف وټاکه.
دخبرپاڼي د معلوماتو په اساس ، د سپین غر زون له لوري په بیټینګ کې شفیق الله شفق ۴۶ منډې ، ضمیرخان ۴۳ منډې او باطن شاه ۳۳ منډې جوړې کړې ، خو په مقابل کې يې بیا د بست زون له لوبډلې څخه ثنالله ۳ لوبغاړي ، علي زمان او امان الله په خپل وار سره د سپین غر زون دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
سرچينه کاږي ، د بست لوبډلې بیټینګ پیل کړاو په ۴۴،۲ اورونو کې یې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو سره د سپین غر زون د منتخبې لوبدلې له لوري ورکړل شوی هدف ترلاسه کړ او په ۵ ویکټو یې سپین غر زون منتخبې لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د يادې سرچينې د معلوماتو له مخې، د بست له لوبډلي څخه شوکت زمان ۶۴ ناسوځیدلې منډې ، علی زمان ۲۸ ناسوځیدلې منډې ، همدا راز سمیع اغا ۴۱ منډې او دلاور ۲۷ منډې جوړې کړې ، شوکت زمان د دغې لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.









