منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۷ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

په ترافيکي پېښه کې نوې واده شوې ښځه او خاوند مړه شول

· ۱ دقیقه لوستل · ۶۵ کتنې

ميمنه (پژواک ٢٥ چنګاښ ٩١): يوه ښځه او خاوند، چې له واده يې څلور ورځې تېرېدې، په فارياب ولايت کې د ترافيکي پېښې له امله مړه شول.

دغه پېښه نن (د چنګاښ ٢٥مه) سهار اته بجې هغه مهال د خواجه سبز پوش ولسوالۍ د خواجه قوشرى په دوراهۍ کې رامنځته شوه، چې د ښځې او خاوند موټرسايکل د تېلو له ټانکر سره ټکر وکړ.

د فارياب په مرکز ميمنه ښار کې د افغان ترک روغتون د عاجلې څانګې نوکريوال ډاکټر اسدالله قانع پژواک ته وويل، چې د دې ښځې او خاوند مړي روغتون ته ور وړل شوي وو، چې وروسته د هغوى د خپلوانو له خوا د فارياب المار ولسوالۍ ته ولېږدول شول.

نوموړي د دغو کسانو د خپلوانو له خولې وويل، چې هغوى څلور ورځې مخکې واده کړى و.

ډاکټر قانع زياته کړه، چې ښځې ٢٠ او خاوند ٢٥ کاله عمر درلود او موټر سايکل يې له خواجه سبز پوش ولسوالۍ څخه د ميمنې ښار په لور روان و، چې پېښه رامنځته شوه.

د فارياب د ترافيکو د تنظيم امر محمدحليم وايي، دوى هغه ټانکر، چې پېښه يې کړې، په خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې درولى او پېښه تر څېړنې لاندې ده.

همدارنګه په يوه بله ترافيکي پېښه کې يو ٢٥ کلن ځوان، چې په موټر سايکل سپور و، په ميمنې ښار کې ټپي شوى دى.