ګردېز (پژواک ٢٦ چنګاښ ٩١): د پکتيا په احمدابا ولسوالۍ کې د ګازډبې د اور لګېدنې له امله څلور ماشومان مړه او دوه تنه ټپيان دي.
د پکتيا د ملکي روغتون مشر ډاکټر حياګل پکتين د چنګاښ په ٢٦مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن ماسپښين شاوخوا درې بجې د احمدابا ولسوالۍ په مچلغو سيمه کې پرګازډبې د اور لګېدنې له امله د يوې کورنۍ څلور ماشومان مړه او دوه تنه ټپيان دي.
د هغه په وينا، چې د وژل شوو ماشومانو مور او نېکه په دې پېښه کې ټپي شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې د ماشومانو مور هم ٨٠ سلنه سوځېدلې او هغه يې د درملنې په موخه کابل ته وړې ده.
د مچلغو کلي يوه اوسېدونکي رفېع الله چې ياد ټپيان يې د پکتيا ملکي روغتون ته راوړي وو، پژواک اژانس ته وويل، چې د وژل شوو ماشومانو پلار په يو عربي هېواد کې مزدوري کوي او نېکه يې نن ګازډبه ګردېز ښار ته د ډکولو په موخه راوړې وه.
د ده په خبره، ګازډبه يې چې کور ته وړې، له لګولو سره سم يې اور واخيست او اور په ټول پخلنځي او د کور په نور کوټو خپور شو، چې له امله يې ياده مرګ ژوبله رامنځ ته شوه.
نوموړي زياته کړه، ښايي ګاز پلورونکي د ډبې سر سم نه وي بند کړى او له امله يې دغه پېښه رامنځ ته شوې وي.










