منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۱۹ غ.م
۱۲°صاف · ↑۱۴° ↓۰°د هوا کیفیت: منځنی

لسګونه کڼو لوبغاړو ته د کرکټ لوبې روزنه ورکړل شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۳ کتنې

کابل  (پژواک ٢٧ چنګاښ ٩١): د افغان ځوانانو د کرکټ ملاتړې ادارې (AYCSO )  له خوا په کابل او پروان ولايتونو کې سلو معلولو (کڼو) لوبغاړو ته د کرکټ لوبې روزنه ورکړل شوه.

د يادې ادارې مشر او د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانى کپتان رييس احمدزي د چنګاښ په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه روزنيز کمپونه يې تېره اونۍ پيل او نن پاى ته ورسېدل.

هغه زياته کړه، چې تېره اونۍ يې په پروان ولايت کې پنځوسو هغو تنکيو ځوانانو چې کاڼه دي، د کرکټ مهارتونه ورزده کړل او له تېرو درېيو ورځو راهيسې يې په کابل کې دغه روزنه ورکړه.

د نوموړي په وينا، دغو ځوانانو ته د کرکټ د پخواني لوبغاړي او پياوړي روزونکي پاچا حسين او د يادې ادارې د پروګرامونو د مسوول ډاکټر منان له خوا روزنه ورکړل شوه.

ډاکټر منان پژواک اژانس ته وويل، چې دغه روزنيز کمپونه يې د افغان کنکشن (Afghan connection ) په نامه د يوې بهرنۍ موسسې په ملاتړ او همکارۍ په لاره اچولي وو.

هغه زياته کړه، چې لوبغاړو په ډېرې لېوالتيا سره په دغو روزنيزو کمپونو کې برخه واخيسته او په ډېرې لېوالتيا سره يې لومړني مهارتونه زده کړل.

ډاکټرمنان وويل، چې لوبغاړو ته يې د بيټينګ، بالنګ، فيلډنګ او د دې هرې څانګې د بېلابېلو مهارتونو په اړه معلومات ورکړل.

نوموړى وايي، چې د دغو روزنيزو کمپونو په پاى کې يې پر لوبغاړو د لوبې وسايل، سپورتي جامې او بوټان هم ووېشل.

د افغان ځوانانو د کرکټ د ملاتړ ادارې (AYCSO) مشر رييس احمدزى وايي، چې تر اوسه يې په ګڼ شمېر ولايتونو کې دا ډول روزنيز پروګرامونه په لاره اچولي او سلګونه لوبغاړي يې روزلي او ټاکل شوې چې په روان زېږديز کال کې په لسو نورو ولايتونو کې هم دا ډول پروګرامونه جوړ کړي دي.