ميمنه (پژواک ٢٨ چنګاښ ٩١): د فارياب په شېرين تګاب ولسوالۍ کې د اور لګېدنې له امله درې تنه مړه او ١٠ نور ټپيان شول.
دغه پېښه نن سهار (د چنګاښ ٢٨مه) ٩ بجې د شېرين تګاب د ګل قُدغ سيمې د بازار په يوه دوکان کې رامنځته شوه.
د شېرين تګاب ولسوال سيد لقمان ګهريک وايي، چې دغه اور لګېدنه د ګازډبې د چاودنې او د دوکاندار د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې، چې له امله يې درې تنه مړه او لس نور ټپيان شوي دي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې پېښه کې يو دوکان هم سوځېدلى، خو اور د نورو دوکاندارانو له خوا د اور د خورېدو مخه ونيول شوه.
ګهريک زياته کړه، چې د فارياب د مرکز ميمنې له روغتون نه يې دوه امبولانسونه راغوښتي، څو ټپيان، چې يو شمېر يې سوځېدلي، روغتون ته ولېږدوي.
د سيمې يوه مشر غيب الله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې پېښه کې د خوراکي توکو څلور دوکانونه او څلور موټرسايکلونه سوځېدلي دي.
دغه اور لګېدنه په داسې ځاى کې رامنځته شوې، چې د شور بازار په نامه يادېږي او د شېرين تګاب ولسوالۍ د مرکز د سوېل په ١٥٠ کيلومترۍ او د ليلې دښتې ته نږدې موقعيت لري.
دا په داسې حال کې ده، چې لس ورځې مخکې د تخار په ورسج ولسوالۍ کې د اور لګېدنې له امله ٤٠ دوکانونه او يو موټر وسوځېد، خو مرګ ژوبله يې نه لرله.










